د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: د طالبانو سرپرست دولت ټول شمول ندی 


د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده

د طالبانو د سرپرست حکومت له اعلان څخه شاوخوا یوه اونۍ وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزارت ددې کابینې د ترکیب په غبرګون کې ویلي چې د طالبانو دولت ټول شموله ندی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده، د دوشنبې په ورځ سپتمبر ۱۳ (وږي ۲۲) وویل د طالبانو په مشرۍ دولت د ټول شمولیت په هکله د ایران او نړیوالې ټولنې انتظار ندی پوره کړي.

ښاغلي خطیب زاده د طالبانو د کابینې د لوړې په مراسمو کې د ایران د ګډون په هکله وویل: "ژر دي چې په دې هکله خبرې وکړم...باید د افغانستان د راتلونکي دولت جوړیدل ووینو او بیا د نورو موضوعاتو په هکله تصمیم ونیسو."

د طالبانو سرپرسته کابینه د تیرې سه شنبې په ورځ په کابل کې ددې ډلې د واکمن کیدو درې اونۍ وروسته اعلان شوه، دغه کابینه د ښځو د نه شتون، د جنجالي څیرو د شتون په وجه چې د امریکا د ترهګرو په لست کې شامل دي د نړۍ د یو شمیر هیوادونو له خوا له نیوکو سره مخامخ شوه.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په پنجشیر کې د ملي مقاومت له جبهې سره د طالبانو د نښتو په هکله وویل: "باید خلک او د هغوی آرامي، د خلکو ځان او مال او ناموس ته درناوی وشي...د پنجشیر له محاصرې او د خلکو له وږي کولو نه لاس واخیستل شي. پنجشیر او افغانستان د خبرو غیر بله لار نلري".

ایران چې د افغانستان سره څه دپاسه ۹۰۰ کیلومتره سرحد لري همدا اوس د څه دپاسه درې میلیون افغان مهاجرو کوربه دی او اندیښنه لري چې په افغانستان کې د وضعیت خرابیدل ښایي ددې سبب شي چې ګاونډیو هیوادونو ته د افغان مهاجرو سیلاب مخه کړي.

XS
SM
MD
LG