د لاس رسي وړ اتصالات

ملا برادر د خپل مرګ خبر رد کړ 


د طالبانو د کابینې مرستیال ملا عبدالغني برادر
د طالبانو د کابینې مرستیال ملا عبدالغني برادر

د طالبانو د حکومت لومړی مرستیال ملا عبدالغني برادر په یو غږیز پیغام کې هغه اوازې رد کړې چې ګنې هغه مړ شوی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې اوازه خپره شوې چې ملا برادر په ارګ کې د طالبانو په خپل منځي جکړې کې له ټپي کېدو وروسته مړ شوی دی، خو ښاغلي برادر دا اوازه «تبلیغات» وګڼل.

نوموړي د دوشنبې په ورځ سپتمبر ۱۳ (وږي۲۲) په یو لنډ غږیز پیغام کې، چې شاوخوا ۴۰ ثانیې دی، ویلي دي چې دا څو ورځې کېږي په سفر دی، خو د خپل سفر او ځای په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

هغه ویلي دي: «.. په رسنیو او په مطبوعاتو کې خبره پورته کیږي، زه په دغو شپو کې په سفر وتلی وم او یوې بلې خوا ته تللی وم، الحمد الله موږ ټول ملګري شکر جوړ روغ تیار تکړه یو. بس دا کومې رسنۍ چې دي اکثره وخت بېځایه تبلیغات او شرموونکي درواغ وايي...»

داسې ښکاري چې ښاغلي‌ برادر دا غږیز پیغام د خپل کوم همکار «ډکټر صیب محترم» په ځواب کې استولی دی، خو ځای او وخت یې معلوم نه دی. ملا برادر په خپل غږ کې په رسنیو تور لګوي ‌چې «بې ځایه تبلیغات» کوي، خو دا «تبلیغات» یې مشخص کړي‌ نه دي.

د طالبانو د ویاندانو په ګډون نورو هم دا غږیز پیغام خپور کړی.

په قطر کې د طالبانو ویاند محمد نعیم له ځینو «قومي مشرانو سره د ملا برادر د ملاقات» یوه ویدیو خپره کړې،‌ خو نه یې دي ویلي چې دا ملاقات کله او چېرې و.

ملا برادر د طالبانو له بنسټ ایښودونکو څخه دی چې په ۱۹۹۴کې د طالبانو له پخواني مشر ملا محمدعمر سره یوځای یې دغه ډله جوړه کړه. هغه ۵۴کلن دی د ارزګان په ولایت کې زیږیدلی او پوپلزی دی.

ملا برادر د طالبانو د کابینې د اکثرو غړو په څیر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په لست کې شامل دی.

نوموړیپه ۲۰۱۰کې په پاکستان کې بندي شو او تر ۲۰۱۸پورې د پاکستان د پوځي استخباراتو د ادارې په زندان کې و،چې بیاد متحده ایالاتو د فشار په نتیجه کې له زندان څخه خوشې او قطر ته انتقال شو.

ملا برادر د ۲۰۲۰کال د فبرورۍ په ۲۹د متحده ایالاتو سره یوه موافقه لاس لیک کړه چې د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته یې زمینه برابره کړه.

تر دې مخکې د طالبانو د مشر ملا هبت الله د مرګ راپورونه هم خپاره شوي وو، خو د طالبانو ویاندانو دا خبر رد کړی. طالبان د اګست په ۱۵ کابل ته ننوتل او تېره اونۍ یې خپله کابینه اعلان کړه خو لا هم ملا هبت الله راښکاره شوی نه دی.

XS
SM
MD
LG