د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: اټومي موافقې لپاره د اروپایي ټولنې وړاندیز کیدای شي د 'منلو وړ' وي 


د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا، د جمعې په ورځ اګسټ ۱۲ (زمري ۲۱) ددې هیواد د یو لوړپوړي دپلومات په وینا رپوټ ورکړی چې د ایران د اټومي تړون د بیا احیا کولو په مقصد د اروپایي ټولنې وړاندیز "کیدای شي د منلو وړ وي پدې شرط چې دا ډاډ ترلاسه شي" چې د تهران عمده غوښتنو ته ځواب وویل شي.

ایرنا د ایران د یو لوړپوړي دپلومات له قوله چې په رپوټ کې یې نوم ندی ذکر شوی رپوټ ورکړی چې تهران د اروپایي ټولنې په وړاندیز غور کوي او په هغه صورت کې چې پدې وړاندیز کې د بندیزونو لغو کول او د هغه اجرایي ضمانتونه په پام کې نیول شوي وي، د تهران لپاره به د منلو وړ وي.

اروپایي ټولنې د تیرې دوشنبې په ورځ وویل چې "په ویانا کې د متحده ایالاتو او ایران د مقاماتو ترمنځ د څلور ورځنیو غیر مستقیمو خبرو اترو وروسته یې د اټومي تړون د احیا کولو لپاره "وروستنی" متن وړاندې کړی دی.

د اروپایي اتحادیې یو لوړپوړي مقام ویلي چې پدغه متن کې چې د ۱۵ میاشتو مذاکراتو وروسته وړاندې شوی، نور بدلونونه رانشي. هغه وویل چې تمه لري چې په مذاکراتو کې ښکیل اړخونه په څو اونیو کې وروستی تصمیم ونیسي.

ایراني مقاماتو هڅه کړې چې د ایران د اټومي تړون د بیرته احیا کیدو په صورت کې د متحده ایالاتو راتلونکي ولسمشران ددې تړون څخه ونه وځي- لکه څنګه چې د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کې له دغه تړون نه په یو اړخیزه توګه ووت.

خو امریکایي مقاماتو ویلي چې د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن نشي کولای دا ډول ضمانت ورکړي، ځکه دغه توافق یو سیاسي تفاهم دی نه یو تړون چې د حقوقي پلوه الزامي اوسي.

په عین وخت کې واشنګټن ویلي چې د اروپایي ټولنې د وړاندیز په اساس تیار دی چې ډیر ژر اټومي موافقه راژوندۍ کړي.

ایراني مقاماتو ویلي چې خپل "اضافي نظریات او ملاحظات" به په تهران کې له ارزونې وروسته اروپایي ټولنې ته چې مذاکرات همغږي کوي، انتقال کړي.

د ایران د ۲۰۱۵ کال اټومي موافقه ټاکل شوی وه چې د روان کال د مارچ په میاشت کې راژوندۍ شي. خو د اتریش په پلازمینه ویانا کې د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ د ۱۱ میاشتو غیر مستقیمو مذاکراتو وروسته خبرې هغه وخت ګډې وډې شوې چې تهران ټینګار وکړ تر څو سپاه پاسداران انقلاب اسلامي د امریکا د بهرنیو ترهګرو ډلو له لست څخه وایستل شي.

متحده ایالاتو د چهار شنبې په ورځ د ایران د سپاه پاسداران یو غړی د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت د سلاکار جان بولټن، د قتل په توطیه کې په لاس لرلو تورن کړ. خو د واشنګټن مقاماتو ویلي چې دا تور باید د اټومي تړون د راژوندي کولو لپاره د ایران سره په مذاکراتو ناوړه اغیز ونه کړي.

XS
SM
MD
LG