د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د اټومي انرژۍ یو ساینسپوه ترور شوی


ایراني چارواکونن د جمعې په ورځ، نومبر ۲۷ (لیندۍ۷) په پلازمینه تهران کې د ایران د اټومي انرژۍ د یو ساینسپوه د وژل کیدو خبر ورکړی دی.

د ایران د دفاع وزارت ویلي چې دغه ساینسپوه محسن فخریزاده نومیږي او پر موټر باندې یې د نامعلومه وسله والو لخوا ډزې شوي دي. فخریزاده له برید وروسته په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د ایران حکومت د فخریزاده په وژل کیدو کې د اسرایيل لاس درلودلو ادعا کړې ده. همداراز د ایران دولتي تلویزون هم د هغه د مړینې د خبر خپرولو پر مهال دغه برید کې د اسراییل لاس لرلو ادعا کړې ده او ویلي یې دي چې اسراییل له کلونو راهیسې له فخریزاده سره دښمني درلوده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ددغې پیښې په اړه ویلي چې ډیرې قوي نښې لیدلی کیږي‌ چې دغه پیښه دې ګواکې اسراییل کړې وي.

هغه په خپل ټويټر کې لیکلي:”ترورستانو د ایران یو تکړه ساینسپوه نن شهید کړ. د اسراییل دغه بزدلانه عمل جګړې لپاره د اسراییل د لمنې وهلو یوه هڅه ده. “

تر اوسه د اسراییل حکومت په دغه اړه کوم نظر نه دی څرګند کړی.

XS
SM
MD
LG