د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق او سوریې متحدینو د امریکا هوایی بریدونه وغندل


د عراق القاسم سیمه چې د امریکایي ځواکونو په بریدونو کې په نښه شوې وه.
د عراق القاسم سیمه چې د امریکایي ځواکونو په بریدونو کې په نښه شوې وه.

د عراق او سوریې حکومتونو تر څنګ روسیې او ایران د متحده ایالاتو هوایي بریدونه چې جمعه فبروري دویمه په ایراني ځواکونو او ایراني پلوو ملیشو وشول، غندلي دي.

دا بریدونه په اردن کې په امریکایي ځواکونو د بې پیلوټه یا ډرون الوتکې د برید په غبرګون کې وشول چې درې امریکایي سرتیري پکې ووژل شول او تر ۴۰ ډیر ټپي شول.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت شنبه فبروري درییمه (سلواغې ۱۴) په یوې اعلامیې کې چې په دولتي تلویزیون کې خپره شوې ویلي چې د متحده ایالاتو دا هوایي بریدونه به په سیمې کې جنجال په "جدي توګه" ډیر کړي.

د وزارت په اعلامیې کې همدارنګه ادعا شوې چې متحده ایالاتو "د سوریې په حکومتي ځواکونو برید کړی چې د اسلامي دولت ترهګرې ډلې پر ضد جنګیږي" او په امریکا یې دا تور هم لګولی چې پدې کار سره د "ترهګرو سره مرسته کوي".

سره لدې چې د سوریې حکومت د امریکا په هوایي بریدونو کې د مرګ ژوبلې په هکله څه ندي ویلي خو د سوریې د بشري حقونو څار ادارې مشر رامي عبدالرحمان ویلي چې پدې بریدونو کې د سوریې حکومتي ځواکونه او ایراني پلوي ملیشې په نښه شوي.

ښاغلي عبدالرحمان همدرانګه ویلي په ځینو بریدونو کې چې د عراق پولې سره نږدې شوي، د ایران قُدس ځواکونه، د ایران سپاه پاسداران او ایراني پلوي ملیشې پکې په نښه شوي. هغه دا هم ویلي چې د بریدونو څخه وړاندې ملیشو ته خبر ورکړل شوی و او دا چې هغوي په تونلونو کې پټ شوي و.

د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي په عراق او سوریې کې د بریدونو څخه وروسته په خبري کنفرانس کې وویل چې د دې بریدونو څخه وړاندې یې د عراق حکومت ته خبر ورکړی و خو د عراق صدراعظم محمد شیاع السوداني په هیواد کې د دریو ورځو لپاره مالي ماتم اعلان کړی.

د عراق د حکومت ویاند ویلي چې په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۸ تنه وژل شوي خو دا یې ندي ویلي چې وژل شوي کسان څوک دي.

د عراق په دولتي تلویزیون کې د حکومت ویاند باسم العوضي د متحده ایالاتو دا راپورونه هم رد کړي چې ګنې دې بریدونو په هکله یې د عراق د حکومت سره سلا مشورې کړې وې.

په تلویزیون کې د ښاغلي العوضي له قوله ادعا شوې چې متحده ایالات کوښښ کوي " د نړۍ پام غلط کړي" او دا یې هم ویلي چې د امریکا دې بریدونو له کبله عراق د "ګړنګ ژۍ ته نږدې کړ".

په عین حال کې د عراق پارلمان عاجله غونډه کړې چې د دې بریدونو په عواقبو او پدې هیواد کې د بهرنیو ځواکونو په شتون بحث وکړي. د عراق د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې پدې هیواد کې د متحده ایالاتو شاردافیر ډیوډ بیکر به ور وغواړي چې خپله اندیښنه ورسره شریکه کړي.

بل پلو ایران چې په عراق او سوریې کې د امریکا په بریدونو کې په نښه شویو ملیشو ملاتړ کوي، د امریکا دا بریدونه یې د عراق او سوریې د خودمختارۍ او ملي حاکمیت څخه سرغړاونه بللې ده.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني د متحده ایالاتو بریدونه "جدي ستراتیژیکه اشتبا" بللې.

د ایران تر څنګ روسیې هم چې نه یوازې د ایران بلکې د سوریې نږدې متحد دی په عراق او سوریې د بریدونو غندلو تر څنګ یې په متحده ایالاتو تور لګولی چې په منځني ختیځ کې " ګډوډۍ او ورانۍ ته لمن وهي".

د امریکا دې بریدونو څخه دوه ورځې وړاندې په عراق کې ایراني پلوو ملیشو ویلي و چې په امریکایي ځواکونو بریدونه ځنډوي تر څو د عراق حکومت د رسوایۍ څخه وژغوري.

خو په لندن کې د ایران د چارو مبصر علي نوریزاده امریکا غږ سره په مرکې وویل چې د دې بریدونو څخه وړاندې د ایران ستر مذهبي مشر، علي خامنه اي د ایران په خاورې د امریکا د برید احتمال په هکله دومره جدي اندیښمن و چې د قُدس ځواکونو قومندان، اسماعیل کایاني یې څو ورځې وړاندې بغداد ته د دې لپاره استولی و تر څو هغوي ته خبرداری ورکړي چې "امریکا ونه وژني او د ځواب ویلو لپاره یې ونه پاروي".

د اسلامي مقاومت په نامه د ملیشو یوه ډله چې ایران یې ملاتړ کوي، په اردن کې په امریکایي سرتیرو د بې پیلوټه یا ډرون الوتکې دې برید کولو ادعا کړې خو پنټاکان بیا ویلي دا برید داسې نښې نښانې لري چې د کتایب حزب الله ملیشو به کړی و چې په عراق کې دې او ایران یې ملاتړ کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG