د لاس رسي وړ اتصالات

حشد الشعبې له عراق څخه د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو وتل غواړي


د حشد الشعبي ډلې مشر وویل چې د امریکا په بریدونو کې یې ۱۶ سرتېري وژل شوي
د حشد الشعبي ډلې مشر وویل چې د امریکا په بریدونو کې یې ۱۶ سرتېري وژل شوي

په عراق او سوریې کې د متحدو ایالتونو له تازه بریدونو وروسته د ایران ملاتړې ډلې حشد الشعبې له دغه هېواد څخه د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه.

د دغې ډلې مشر فالح فیاض د امریکا په هوايي بریدونو کې د خپلو وژل شویو سرتېرو په جنازې کې وویل چې امریکایي ځواکونو «ادارې، د (حشد) یو روغتون او سرحدي ساتونکي» په نښه کړي دي.

حشد الشعبي، چې د ایران کلکه ملاتړې ډله ده، اوس د عراق د ځواکونو په لیکو کې داخله شوې او وايي چې د امریکا په بریدونو کې یې ۱۶ جنګیالي وژل شوي دي.

امریکا د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د عراق په لویدیځ کې یې د ایران په ملاتړو ډلو بریدونه کړي، دا په اردن کې د هغه برید غچ اخیستل بلل کېږي، چې درې امریکایي سرتېري په کې ووژل شول او ۴۰ تنه ټپیان شول.

فالح وویل: «په حشد الشعبي باندې برید کول له اور سره لوبې دي. موږ له صدراعظم څخه غواړو هر څه یې چې په وس پوره وي، د عراق د حاکمیت او حیثیت ساتلو لپاره دې وکړي. او دا کار یوازې هغه وخت کېدای شي چې له عراق څخه د ایتلاف ځواکونه ووځي.»

د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونه په ۲۰۱۴ کال کې په عراق کې ځای په ځای شول چې د داعش ډله، چې هغه وخت یې په عراق او سوریې خپل خلافت اعلان کړی و، وځپي. د حشد الشعبي ډلې د داعش په ماتولو کې همکاري کړې وه.

په عراق کې تقریبآ ۲۵۰۰ او په سوریې کې ۹۰۰ امریکايي سرتېري دېره دي.

د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې له پيل راهېسې، په منځي ختیځ کې په امریکايي ځواکونو باندې بریدونه زیات شوي او د بغداد او واشنګټن روابط په دې وروستیو کې د امریکا له یو لړ بریدونو وروسته خراب شوي دي.

د عراق د صدراعظم محمد شیاع السوداني له پرلپسې غوښتنو وروسته،‌ امریکا او عراق د ځواکونو د اینده په اړه خبرې پیل کړې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG