د لاس رسي وړ اتصالات

ایران پر عراق او سوریې باندې د امریکا بریدونه سخت وغندل


د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني

تهران د شنبې په ورځ فبرورۍ دریمه (سلواغې ۱۴) په عراق او سوریه کې د متحده ایالاتو هوایي بریدونه وغندل او دا یې د خپل ستر دښمن، امریکا یوه ستراتیژیکه تېروتنه وبلله، خو دا یې ونه ویل چې ایا دغو بریدونو ایرانیانو ته مرګ ژوبله اړولې که نه.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل: "په سوریه او عراق کې د تېرې شپې برید د امریکا د حکومت یو ماجراجو اقدام او یوه بله ستراتیژیکه تېروتنه ده چې په سیمه کې د کړکېچ او بې ثباتۍ له زیاتولو پرته به بله پایله ونه لري."

کنعاني د امریکې وروستیو بریدونو ته په اشارې سره وویل، چې په عراق، سوریې او یمن باندې د امریکې پوځی بریدونه یوازې د صهیونیستي رژیم او اسرائیل هدفونه پوره کوی او زیاته یې کړه: "دغه ډول بریدونه د امریکا حکومت په سیمه کې له پخوا څخه زیات ښکیل کوي او په غزه کې د صهیونیستي رژیم جنایتونه ترشعاع لاندې راوړي."

کنعاني زیاته کړه:"د امریکا بریدونه د عراق او سوریې د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا، نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو له منشور څخه ښکاره سرغړونه ده."

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د امریکا هوايي ځواکونو په عراق او سوریه کې د ایران له ملاتړه برخمنو ملېشو تاسیسات په نښه کړل. دا غچ اخیستونکي بریدونه په اردن کې د امریکا پر پوځي اډې د بې پیلوټه الوتکو د برید په غبرګون کې شوي، چې په ترڅ کې یې درې امریکايي پوځیان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان شوي دي.

د امریکا پوځ ویلي، چې په عراق او سوریه کې یې د وسله والو پر اوو بېلابېلو اډو ټولټال ۸۵ هدفونه ویشتلي دي.

په بریتانیا کې میشت د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، چې په سوریه کې د دغو بریدونو په پایله کې ۱۸ ایران پلوه وسله وال وژل شوي دي. په دې ترڅ کې عراقي چارواکو ویلي چې د امریکا په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو په ګډون ۱۶ کسان وژل شوي دي.

متحده ایالاتو په یمن کې د حوثي یاغیانو پر ضد ځکه هوايي بریدونه کړي چې دغو یاغیانو چې د ایران له ملاتړ څخه برخمن دي په سور سمندرګي کې سوداګریزې کښتۍ په نښه کړي دي.

د ایران له ملاتړ څخه برخمنو حوثي یاغیانو د تېر کال له نومبر میاشتې راهیسې په سور سمندرګي کې د مصر سویز کانال ته په به تلوونکو کښتیو لږ تر لږه ۳۴ بریدونه کړي دي. دغه کانال له اسيا او منځني ختيځ څخه اروپا ته د انرژۍ او سوداګريزو توکو د لېږد اصلي لاره ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG