د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د یکشنبې په ورځ له خپل اصلي دښمن اسرائیل سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د سیمې د هېوادونو هر ډول هڅې «ارتجاعي او د شاتګ» بهیر وباله.
د ایران رسمی اژانس ایرنا د ولسمشر رئيسي له خولې دا خبره لیکلي ده.
متحده ایالاتو تیره اوونۍ ویلي و چې د سعودي عربستان او د اسرائیل ترمنځ د روابطو د عادي کېدو بهیر روان دی او دا چې دا دواړه هېوادونه د یوې معاملې په لوري ګامونه اخلي.
ټاکل شوې چې د اسرائیل یو پلاوی نن سعودي عربستان ته ولاړ شي.
تر دې مخکې د اسرائیل یو وزیر هم سعودي عربستان ته په رسمي سفر تللی و.
سعودي عربستان هم تېره اوونۍ د اردن د رود په سواحلو کې اشغال شویو سیمو ته یو پلاوی استولی و چې له اسرائیل سره د هرې معاملې په اړه هغوی ته اطمینان ورکړي.
تر دې مخکې سعودي عربستان ویلي وو تر څو پورې چې د دوو هېوادونو –اسرائیل او فلسطین- حل لاره پیدا شوې نه وي، له اسرائیل سره روابط نه عادي کوي.
د ایران ولسمشر ویلي دي چې له «دښمن سره» د مقابلې لاره سازش نه دی، بلکې د هغه په خبره مقاومت دی.
اسرائیل په ۱۹۶۷ کل کې د بیت المقدس لویدیځ اشغال او بیا یې په خپله خاوره کې داخل کړ، فلسطینیان دا د خپل وړاندیز شوي هېواد مرکز بولي.
اسرائیل په ۲۰۲۰ کې د امریکا په منځګړتوب له دریو عربو هېوادونو سره د ابراهیم په نامه تړون لاسلیک کړ او روابط یې عادي کړل.
فورم \ دبحث خونه