د لاس رسي وړ اتصالات

نتنیاهو: اسرائیل د سعودي عربستان سره د اړیکو د ټینګولو په 'درشل' کې دی


د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د جمعې په ورځ سپتمبر ۲۲ (وږي ۳۱) د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې وویل چې اسرائیل له سعودي عربستان سره د اړیکو د ټینګولو په "درشل" کې دی او په وینا یې فلسطینیان به یې پر وړاندې "ویټو" ترلاسه نکړي.

نتنیاهو وویل، په ۲۰۲۰ کال کې له دریو نورو عربي هېوادونو سره د اړیکو د عادي کولو تړون لا دمخه د "سولې د نوي دور د پیل" نښه شوی او اوس "زه باور لرم چې مونږ د اسرائیل او سعودي عربستان ترمنځ د تاریخي سولې په برخه کې د لا ډیر ډراماتیک پرمختګ په درشل کې یو."

د ښاغلي نتنیاهو په وینا دا ډول سوله به د عرب-اسرائیل د شخړې د پای ته رسولو لپاره اوږده لاره په مخ کې ولري او دا به نور عربي هېوادونه وهڅوي چې له اسرائیل سره خپلې اړيکې عادي کړي.

نتنیاهو همداشان په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د مشر محمود عباس د پنجشنبې د ورځې څرګندونې په کلکه رد کړې چې ویلي وو له فلسطیني دولت پرته په منځني ختیځ کې سوله نه شي راتلای.

نتنیاهو وویل: "موږ باید فلسطینیانو ته له عرب دولتونو سره [د اسرائیل] د سولې د نوي تړونونو د ویټو کولو [حق] ور نه کړو."

هغه وویل "فلسطینیان کولی شي د پراخې سولې څخه ډیره ګټه پورته کړي. دوی باید د دې پروسې برخه وي. خو دوی باید د پروسې په اړه ویټو ونه لري."

د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن اداره د اسرائیل او سعودي عربستان ترمنځ د خبرو اترو مشري کوي. د سعودي ولیعهد او بالفعل مشر محمد بن سلمان په دې وروستیو کې وویل چې دواړه خواوې سره نږدې کیږي.

اسرائیل په ۲۰۲۰ کې د متحده عربي اماراتو، بحرین او مراکش سره اړیکې ټینګې کړې، چې د ګاونډیو هیوادونو مصر او اردن سره د سولې کولو وروسته دا په څو لسیزو کې د عربي نړۍ د نورو هیوادونو سره د اړیکو د عادي کولو لومړی ځل و.

نتنیاهو وویل چې اسرائیل او عربي هیوادونه د ایران له لورې د ګواښ په احساس کولو کې سره متحد دي.

د اسرائیل صدراعظم په خپلو خبرو کې پر ایران غږ وکړ چې که د اخوندانو دولت د اټومي بم د جوړولو هڅه وکړي د اټومي برید د "رښتیني" ګواښ سره به مخامخ شي.

نتنیاهو، چې هیواد یې نااعلان شوی اټومي پروګرام لري، د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته وویل: "تر هر څه وړاندې - ایران باید د یو واقعي اټومي ګواښ سره مخ شي. تر هغه چې زه د اسرائیل صدراعظم یم، زه به په خپل واک کې د ټولو شیانو څخه کار واخلم ترڅو د اټومي وسلو د ترلاسه کولو لپاره د ایران د هڅو مخنیوی وکړم."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG