د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: د سولې په اړ د طالبانو موقف کې هېڅ تغیر نه دی راغلی


د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس وايي، د سولې په اړه تر دامهاله د وسله والو طالبانو او له هغوی څخه د ملاتړ کوونکو هېوادونو په موقف کې هېڅ تغیر نه دی راغلی.

عبدالله عبدالله د چهارشنبې په ورځ د«مرغومې پر۱۹مه» په کابل کې د اساسي قانون تصویب د پنځلسمې کالیزې په مناسبت غونډه کې وویل که په دې اړه د هغوی په فکر کې تغیر راشي افغان حکومت یې هر کلی کوي.

نوموړي زیاته کړه:تر نن ورځې هېڅ داسې تغیر چې د خبرو پر میز معلوم شي د طالبانو په موقف کې نه دی راغلی، او هغه هېوادونه چې له هغوی«طالبان» ملاتړ کوي په بدبختانه چې موږ د هغوی د تغیر شاهدان نه یو."

دا په داسې حال کې ده چې د ملي یووالي حکومت وسله والو طالبانو ته له قید او شرط پرته د بین الافغاني‌ خبرو وړاندیز کړی، خو وسله والو طالبانو د افغان حکومت پر ځای له امریکا متحده ایالاتو سره پر خبرو ټینګار کړی دی.

ښاغلي عبدالله له سیمې او ګاونډيو هېوادونو څخه هم وغوښتل چې د افغان حکومت وسله والو مخالفینو له ملاتړ څخه لاس واخلي‌ او هغوی ته پټنځایونه ورنه‌ کړي.

هغه وویل، افغان حکومت د نورو هېوادونو په چارو کې مداخله نه کوي او نور هېوادونه هم باید دغه کار ونه کړي.

عبدالله زیاته کړه:"د یو دولت موقعیت او مقام ته په احترام، د نړیوالو قوانینو له‌مخې د ښه ګاونډیتوب دوه اړخیزه احترام ته په کتو، د دې لپاره هغه کسان چې زموږ سره په جګړه کې دي،هغوی ته ځای نه ورکول او ملاتړ یې نه کول دا د یو دولت او خلکو لومړنۍ غوښتنه ده."

ښاغلي عبدالله په دې اړه د کوم ځانګړي‌ هېواد نوم یاد نه کړ، خو زیاته یې کړه چې نړیوال همکاران او ګاونډیان باید دغه اصل مراعت کړي.

عبدالله عبدالله پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تر بل هر وخت دا مهاله د افغان حکومت او نړیوالو همکارانو لخوا د سولې په اړه هڅې زیاتې شوي دي.

نوموړي‌ زیاته کړه چې تر دا مهاله د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ مخامخ مذاکرات نه دي پیل شوي خو زیاته یې کړه چې د زمینې رامنځته کولو په اړه یې هڅې پيل شوي دي.

عبدالله وویل چې د سولې په اړه روانې هڅې له نړیوالو همکارانو سره په همږغۍ روانۍ دي.

XS
SM
MD
LG