د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د اټومي فعالیت د ډیریدو په لور بل ګام اخلي


د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران حکومت، د ۲۰۱۵ کال د نړیوال اټومي قرارداد څخه د سرغړونو په دوام، نن سه شنبه د ( نوامبر ۵ مه ) خبر ورکړ چې د فردو په اټومي بټۍ کې سنټرفیژونو ته د ګازو رسولو بهیر پیلوي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني په یوې ټلویزیونې وینا کې وویل د نوامبر له شپږمې نیتې څخه به د فوردو په اټومي تاسیساتو کې سنټرفیوژونه د یورانیمو له ګاز سره یوځای شي.

له دې وړاندې د ۲۰۱۵ کال د اټومي قرار داد له مخې تر دې وړاندې په یاده بټۍ کې سنټرفیوژونه له ګازو پرته، تش تاویدل.

د امریکا جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د دوشنبې په ماښام د امریکا غږ د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د نویو سنټرفیوژونو په وړاندې باید څه وشي وویل "حالت څارو او وبه ګورو څه کیږي"

امریکايي چارواکي وايي تهران هڅه کوي چې د امتیاز اخیستلو په هدف د قرار داد اروپايي هیوادونه اندیښمن کړي.

دا چارواکي زیاتوي ایران دا اقدام د باج اخیستلو په هدف کړی دی.

د ایران د اټومي انرژۍ د بنسټ مشر د دوشنبې په ورځ وویل "IR6" په نامه د پرمختللو سنټرفیژونو رقم یې دوه برابره کړی دی.

د امریکا اقدام

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي د امریکا د خزانې وزارت د ایران د رژیم نهه چارواکي چې د هغه هیواد د مذهبي مشر د دفتر په نماینده ګي یې په نړۍ کې د بې ثباتۍ سیاستونه تعقیبول په ګوته کړي دي.

د امریکا په دې اقدام سره د ترهګرۍ د ملاتړ په هدف یوې شبکې ته د تهران د نظامي او د بهرنیو چارو د سلاکارانو د مالي سرچینو مخه ونیول کیږي.

که څه هم د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس تر اوسه کوم غبرګون ندی ښودلی خو د ملګرو ملتونو د اټومي چارو د څار بنسټ له قرار داد سره د ایران همغږي څاري.

XS
SM
MD
LG