د لاس رسي وړ اتصالات

پمپیو: امنیت شورا باید پر ایران د وسلو پلورلو بندیزونه وغځوي


مایک پمپیو
مایک پمپیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید پر ایران د وسلو پلورولو بندیزونه وغځوي.

نوموړي د جمعې په ورځ د اکتوبر پر ۱۸مه «تلې پر۲۶مه» پر خپل ټوېټر د یوې پوښتنې په ډول ویلي، که تاسو اوس د ایران د چلند په اړه ندېښمن یاست، فکر وکړئ، چې دغه هېواد به د پرمختلولو توغندیو، ډرون او جېت الوتکو په تر لاسه کولو سره څه وکړي؟

ښاغلي پمپیو زیاته کړې، که چیري پر ایران د وسلو پلورو بندیزونه لیري شي، دغه کار به په منځني ختیځ کې د وسلو د نوي سیالۍ لامل شي.

پمپیو ویلي، په داسې حال کې چې پر ایران د ملګرو ملتونو د وسلو پلورو بندیز په یوه کال کې پای ته رسېږي، د روسیې او چین په څېر هېوادونه به وتوانېږي، پر ایران پرمختللي وسلې وپلوري.

"په دې سره به ایران له هر هېواد سره د وسلو په پلورلو کې خپلواک وي، دا کار به په منځني ختیځ کې د وسلو د یوې نوي سیالۍ لامل شي."

دا په داسې حال کې ده چې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ایران باندې سخت بندیزونه ولګول چې هدف یې د دغه هیواد د اتومي پروګرام بندول دي.

په دغو بندیزونو کې په ایران باندې د وسلو او همدارنګه د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو په ځینو ډولونو باندې هم بندیزونه وضعه شوی دی.

واشنګټن چې له ایران سره له شوي اټمي تړونه وتلی او پر دې هېواد یې بېرته سخت اقتصادي بندیزونه لګولي، تهران تورن کړي چې د اټمي وسلو د تولید لټه کوي، خو تهران دغه تورونه ردکړي او ویلي یې دي چې اټمي پروګرام یې د سوله ییزو هدفونو لپاره دی.

XS
SM
MD
LG