د لاس رسي وړ اتصالات

ایران په میزایلو سمبالې بې پيلوټه الوتکې نندارې ته وړاندې کړې


ایران د کارار بې پیلوټه الوتکې نندارې ته وړاندې کړې
ایران د کارار بې پیلوټه الوتکې نندارې ته وړاندې کړې

د ایران دولتي رسنۍ وایي دغه هېواد داسې بې پيلوټه الوتکې نندارې ته وړاندې کړې، چې له هوا څخه هوا ته په توغول کېدونکیو میزایلو سمبالې دي.

د ایران دولتي رسنیو نن یکشنبه ډسمبر ۱۰ (لیندۍ ۱۹) راپور ورکړ چې د تهران په پوځي ځواک او دفاعي ظرفیت کې دا ډرونونه اضافه او شامل شول.

د ایران دولتي اژانس ایرنا په خپل راپور کې لیکلي دي: «د هېواد په ټولو سرحدي سیمو کې د هوايي دفاع لپاره له هوا څخه هوا ته په توغول کېدونکو میزایلو سمبال د کرار لسګونه ډرونونه زیات شول.»

مقامات وايي چې دا بې پیلوټه الوتکې د ۱۰۰۰ کیلیو متره (۶۲۰ میله) عملیاتو توان لري او د یکشنبې په ورځ په تهران کې په پوځي اکاډمیو کې نندارې ته وړاندې شول.

ایرنا د ایران د پوځ د مشر جنرال عبدالرحیم موسوي له خولې لیکلي دي: «دښمنان به اوس په خپلو تګلارو بیا فکر کوي، ځکه چې د ایران ځواکونه نور هم غښتلي شول.»

د کرار د الوتکو لومړۍ یې، چې د «مجید» په نوم توغندي باندې سمباله او اته کیلو میتر پورې واټن کې یې هدف په نښه کولای شي، په ۲۰۱۰ کې نندارې ته وړاندې شوې وه. مقامات وايي چې «دا ټوله الوتکه په ایران» کې جوړه شوې ده.

د ایران د پوځ مشر موسوي دا خبره هم وکړه چې دغه الوتکې یې د «اکتوبر په میاشت کې ازمایلې دي او په خپلو ازمایښتي عملیاتو کې بریالۍ» وي.

د ایران دې پوځي پرمختګونو ځینې هېوادونه او په ځانګړي ډول متحده ایالات او اسرائیل اندېښمن کړي دي.

په ایران باندې تور دی چې په منځني ختیځ کې خپلو ایتلافیانو او په خاصه توګه په لبنان کې د حزب الله شیعه او په یمن کې د حوثي یاغیانو ډلو ته بې پيلوټه الوتکې ورکوي. ایران همدغه راز په فلسطین کې د حماس د ډلې ننګه هم کوي، چې د اکتوبر په اوومه نېټه يې په اسرائیل باندې بریدونه وکړل.

په دې سربېره، کیف او لویدیځ متحدین یې ایران تورنوي چې د اوکراین په جګړې کې روسیې ته هم بې پیلوټه الوتکې ورکوي، خو ایران دا تورونه ردوي.

د لویدیځو هېوادونو حکومتونو په ایران باندې د وسلو پلورلو له کبله یو لړ سخت بندیزونه لګولي دي. ایران په ۱۹۸۰ کالونو کې له عراق سره د خپلې اته کلنې جګړې په مهال د بې پيلوټه الوتکو جوړول پیل کړل.

د دغه راپور معلومات د فرانس پرس اژانس څخه اخیستل شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG