د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي ځواکونو په عراق کې 'د ایران ملاتړي' ځواکونه په نښه کړي


د عراق انبار ولایت کې د عین الاسد نظامي اډه چې امریکایي ځواکونه پکې دیره دي.
د عراق انبار ولایت کې د عین الاسد نظامي اډه چې امریکایي ځواکونه پکې دیره دي.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ وایي په عراق کې یې د ایران له ملاتړ برخمنو ملیشو موټر وروسته تر هغه په نښه کړ چې پدې هیواد کې په میشتو امریکایي ځواکونو د بالستیک توغندی برید وشو.

دې قوماندانۍ سه شنبه نومبر ۲۱ (لړم۳۰) ویلي چې د اکټوبر ۱۷ مې نیټې راپدیخوا چې په منځني ختیځ کې په امریکایي ځواکونو د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو او توغندیو بریدونه ډیر شوي، لومړی ځل دی چې پدې ځواکونو د بالستیک توغندی برید کیږي.

د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې د توغندي پدې برید کې اته امریکایي ځواکونه ټپي شوي او تاسیساتو ته هم لږ زیان اوښتی.

په اعلامیې کې دا ندي ویل شوي چې آیا امریکایي ځواکونه شدید که برسیرن ټپي شوي. برید د الاسد په نظامي اډې شوی چې امریکایي ځواکونه پکې دیره دي.

د مرکزي قوماندانۍ په اعلامیې کې ویل شوي چې په نظامي اډې د برید څخه وروسته امریکایي ځواکونه پدې وتوانیدل د ایراني پلوو ملیشو موټر او هغو کسانو موقعیت معلوم کړي چې دې توغندي وارولو کې یې لاس درلود.

په اعلامیې کې راغلي چې د امریکا د پوځ (اې سي -۱۳۰) جنګي الوتکې د "ځان دفاع" او غچ اخیستنې لپاره پدې موټر هوایي برید وکړ چې ګڼ شمیر دښمن جنګیالي پکې ووژل شول.

دفرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د عراق حکومت د دې برید په تړاو چې د ایران له ملاتړ برخمنو ملیشو اته تنه جنګیالي پکې ووژل شول، غبرګون ښودلې او ویلي یې دي، چې امریکايي ځواکونو د برید له ترسره کولو مخکې له عراقي پوځ سره مشوره نه وه کړې.

سره لدې چې امریکایي ځواکونو تر دې وړاندې څو ځله په سوریه کې د ایران له ملاتړ برخمنو ملیشو په مرکزونو چې شک پرې دی په منځني ختیځ کې په امریکایي ځواکونو بریدونه کوي، په نښه کړي خودا لومړي ځل و چې دا ډول برید یې په عراق کې پدې ملیشو وکړ.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت دوو جګپوړو چارواکو امریکا غږ ته ویلي چې د ۲۰۲۰ کال راهیسې چې جو بایډن جمهور رئیس شوی، په منځني ختیځ کې په امریکایي ځواکونو لږ تر لږه ۱۵۰ ځله بریدونه شوي.

وزارت همدارانګه ویلي چې یوازې تر ۶۰ ډیر دا ډول بریدونه د تیرې اکټوبر میاشتې ۱۷ مې نیټې راهیسې شوي.

په عراق او سوریې کې د ایران له ملاتړ برخمنو ملیشو خبردرای ورکړی چې دا ډول بریدونه به ادامه ولري ځکه چې د اسرائیل – حماس تر منځ جګړې کې متحده ایالاتو د اسرائیل سره خپل ملاتړ ښودلی.

امریکا تیره اوونۍ په عراق کې د کتایب حزب الله ملیشو په شپږ غړیو چې ایران یې تر شا ولاړ دی، بندیزونه ولګول.

پدې ملیشو تور دی چې په عراق او سوریه کې په امریکایي ځواکونو د توغندیو او بې پیلوټه یا ډرون الوتکو بریدونو کې لاس لري چې د حماس – اسرائیل تر منځ جګړې پیل کیدو راهیسې یې زور اخیستی.

د متحده ایالاتو د حکومت بندیزونه د دې ملیشو د بهرنیو اړیکو په مشر، د حاکمې شورا غړیو، یو نظامي قوماندان او یو ویاند لګیدلي دي.

د بندیزونو له مخې دا کسان په متحده ایالاتو کې بانکونو او جایدادونو ته لاسرسی نشي لرلی، او دیته یې هم نه پریږدي چې د امریکایي اتباعو او شرکتونو سره کاروبار وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG