د لاس رسي وړ اتصالات

ایران امریکا ته د نورو بندیزونه په اړه خبرداری ورکړ


د ایران پوخي مشر امریکايي پوځ ته هم ګونګ خبرداری ورکړ
د ایران پوخي مشر امریکايي پوځ ته هم ګونګ خبرداری ورکړ

ایران وايي که یې د انقلابي ګارد ساتونکي د ترهګرو په توګه وپېژندل شي او نور بندیرونه یې پرې ولګول، په سیمه کې به د امریکا پوځي اډې له خطر سره مخامخ شي.

ایران دا خبرداری له هغه وروسته ورکړ چې د جمعې په ورځ سپینې ماڼۍ اعلان وکړ چې ولسمشر دونالد ټرمپ به د ایران په اړه په خپلې نوې تګلارې کې د ترهګرو د پاللو او انټرنټي عملیاتو له کبله پر تهران نوي بندیزونه ولګوي.

د ایران د انقلابي ګارد ساتونکو قومندان محمد علي جعفري وویل "موږ مخکې هم ویلي دي او بیا یې هم وایو، که امریکا د نویو بندیزونه تصویب کړي، بیا دې خپلې پوځي اډې د ایران له میزایلو څخه ۲۰۰۰ کیلیو مېتره لېرې ولیږدوي".

د رویټرز د راپور په اساس ښاغلي جعفري وویل "که د امریکا د حکومت د حماقت دا خبره رښتیا وي چې د انقلابي ګارد ساتونکي به د ترهګرې ډلې په توګه پېژني، بیا به انقلابي ګارد هم په ټولې نړۍ او په خاص ډول منځني ختیځ کې امریکايي عسکرو ته د داعش په سترګه ګوري".

انقلابي ګارد د ایران تر ټولو پیاوړی ځواک بلل کیږي چې د ایران دننه او بهر فعالیت کوي. امریکا د ایران د قدس پوځ، انقلابي ګارد ساتونکو بهرنۍ استخباراتي او د ملېشو څانګه او په دغه ګارد پورې یو شمېر تړلي کسان او سازمانونه د ترهګرو په لست کې شامل کړي، خو د انتقلابي ګارد ساتونکي لا پوره په دغه لست کې شامل نه دي.

که څه هم د ایران دغه پوځي چارواکي په ښکاره ونه ویل چې په سیمه کې یې د امریکا له پوځي اډو څخه یې کومې اډې هدف دي، خو دا مهال امریکا په افغانستان، سعودي او د سیمې په ځینو نورو هېوادونو کې پوځي اډې لري او ځواکونه یې مېشت دي.

شاید ایران ته تر ټولو نژدې امریکايي پوځي اډې په افغانستان کې وي. دغلته امریکايي ځواکونه د نړیوال تروریزم سره د مبارزې او افغان حکومت سره د مرستې لپاره مېشت دي.

ایران په تېر کې په افغانستان کې د امریکا په نظامي موجودیت انتقادونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG