د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا پر ایران نوي بندیزونه ولګول


ولسمشر ټرمپ ویلي وو چې ایران له اور سره لوبې کوي
ولسمشر ټرمپ ویلي وو چې ایران له اور سره لوبې کوي

د امریکا د خزانې وزارت د ایران د وروستي بلاستیکي توغندي د ازمایلو په ځواب کې پر هغه هېواد نوي بندیزونه ولګول.

په دغو بندیزونو کې د ایران۱۳ افراد او ۱۲ سازمانونه شامل دي. په دغو افرادو او سازمانونو کې یې ځیني په چین، متحده عربو اماراتو او لبنان کې دي.

د دغو بندیزونو خبره د امریکا د خزانې وزارت په ویپاڼې باندې هم خپره شوې ده. دا هغه کسان او سازمانونه بلل کیږي چې په دغه برخه کې یو ډول نه یو ډول ښکېل وو.

تر دغه اعلان څو ساعتونه مخکې ولسمشر ټرمپ پر تهران د نویو بندیزونه خبرداری ورکړی و. ښاغلي ټرمپ ویلي وو چې ایران له اور سره لوبې کوي.

امریکايي چارواکي وايي چې دا بندیزونه د ایران پاروونکي اقدامات ته د ځواب ورکولو یوه برخه ده.

ایران د یکشنبې په ورځ د " خرمشهر" په نوم یوه بلاستیکي توغندی وازمایه. ایراني چارواکو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دغه توغندي ازمایل تاید کړل.

امریکايي چاروکي وايي چې د ایران په وړاندې هر ممکنه اقدام امکان لري، خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریفي په خپل ټویټر کې لیکلي چې دا ګواښونه به تهران نه پاروي او تهران به جنګ نکوي.

ایرن تېرکال له امریکا او نړۍ له سترو ځواکونو سره اتومي تړون وکړ، چې له مخې به یې ایران خپل اتومي پروګرام ځنډوي او په بدل کې به پر تهران لګېدلي بندیزونه لېرې کیږي. تهران وايي د دغه توغندي ازمایل د تړون برخه نه ده.

XS
SM
MD
LG