د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د امریکا د پهلوانۍ ټیم ته ویزه ورنکړه

د امریکا د پهلوانۍ ټیم د ١٩٩٨ راهیسې تل د غیږې نیولو په دغو نړیوالو لوبو کې گډون کړی دی
د امریکا د پهلوانۍ ټیم د ١٩٩٨ راهیسې تل د غیږې نیولو په دغو نړیوالو لوبو کې گډون کړی دی

ایراني مقاماتو د امریکا د متحده ایالاتو د غیږې نیولو ټیم د ایران په نړیوال جام کې له گډون منع کړ.

ایران وایي د امریکا د متحده ایالاتو د پهلوانۍ ټیم ته یې اجازه نه ده ورکړې چې د آزادې غیږې نیولو په نړیوال جام کې گډون وکړي چې د ایران په کرمانشاه ولایت جوړېږي.

ایران وایي دا کار یې د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ د هغه فرمان په غچ کې کړی دی چې امریکا ته یې د ایرانیانو په ورتگ بندیز لگولی دی.

د غیږې نیولو دغه نړیوال جام چې خورا مشهور دی د فبرورۍ په ١٦ او ١٧ په کرمانشاه کې کیږي. د امریکا د پهلوانۍ فدراسیون د دوشنبې په ورځ ویلي وو چې متحده ایالات به دغو لوبو ته یوه لوبډله واستوي.

د رویترز اژانس وایي د امریکا د پهلوانۍ ټیم چې د ١٩٩٨ راهیسې یې تل په دغو لوبو گډون کړی دی، نن د جمعې په ورځ په دې اړه د دوی پوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي د ایران دولتي تلویزیون ته ویلي دي چې "د امریکا د نوې ادارې د ویزې د پالیسۍ په وجه مونږ د هغوی د پهلوانانو د راتگ د مخنیوي پرته بل کوم انتخاب نه لرو."

د امریکا د جمهور رئیس د یو اجرائیه فرمان له مخې د اوو هیوداونو وگړو ته چې اکثریت نفوس یې مسلمانان دي د امریکا د ویزې ورکول منع کړي دي. تهران دمخه ویلي وو چې ددغه بندیز په غبرگون کې به ایران هم په امریکایي وگړو ویزه بنده کړي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG