د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ وایي ایران د اور سره لوبې کوي


د امریکا د استازو د مجلس رئيس پال راین هم ویلي دي چې "نور په کار ده چې د ایران خوښ ساتل بند شي"
د امریکا د استازو د مجلس رئيس پال راین هم ویلي دي چې "نور په کار ده چې د ایران خوښ ساتل بند شي"

د متحده ایالاتو نوی حکومت ښایي نن د جمعې په ورځ په ایران د نویو بندیزونو اعلان وکړي. د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ پدې ټینګار کوي چې په ایران د فشار راوړلو لپاره "هر څه امکان لري."

ښاغلي ټرمپ نن د جمعې په ورځ په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې "ایران د اور سره لوبې کوي. هغوی ددې قدر نه کوي چې جمهور رئیس اوباما پرې څومره "مهربانه" و، خو زه نه یم".

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف نن د جمعې په ورځ وویل چې د میزائیل د ازمایلو په اړوند د امریکا د متحده ایالاتو گواښونو ایران نه دی پارولی.

ایران د یکشنبې په ورځ یو نوی بالستیک توغندی وازمایه چې د امریکا په گډون د غربي هیوادونو سخت غبرگونونه یې راوپارول او په دې لړ کې واشنگټن وویل چې پر ایران به نوي بندیزونه ولگوي.

خو د ایران د بهرنیو چارو ویزر جواد ظریف وایي چې د امریکا دا ډول گواښونه یې نه شي پارولی. هغه په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي چې "په داسې حال کې چې ایران ددې گواښونو په هکله بې تفاوته دی ځکه چې زمونږ امنیت زمونږ په خلکو پورې اړه لري، او مونږ به هیڅکله جگړې ته مخه نه کړو، خو مونږ په خپلو دفاعي امکاناتو تکیه کوو."

هغه سرچینې چې په ایران د بندیزونو د لګولو په هکله معلومات لري، د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د ایران د بې ثباته کوونکو فعالیتونو په ځواب کې د "پراخې تګلارې" په جوړولو کار کوي.

ټرمپ د انتخاباتي مبارزو پر وخت هم ژمنه کړې چې د ایران په خلاف به جدي اقدامات کوي. سرچینې همدارنګه ویلي دي چې دغه بندیزونه ښایي د ایران په خلاف د ټرمپ د حکومت د جدي پالیسو پیل وي. په ایران تازه بندیزونه د هغه اجرائیوي فرمان له مخې لګول کیږي چې د تروریزم او غټې تباهۍ د وسلو د مسایلو په هکله خپور شویدی.

سرچینه همدارنګه وایي چې په ایران تازه بندیزونه داسې ترتیب شوي چې د تهران او د نړۍ د قدرت لرونکو هیوادونو تر منځ د اتومي موافقې د مادو سره په ټکر کې رانشي. ایران پدې موافقې کې منلې وه چې د بندیزونو د لیرې کیدو په شرط به خپل اتومي پروګرام محدود کوي او یورانیم به تر هغې کچې نه غني کوي چې د اتومي وسلو په جوړلو کې ترې کار اخیستل کیږي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې په ایران د بندیزونو د لګولو په هکله د کافي زیات وخت راپدیخوا کار کیده خو کله چې تهران د همدې تیرې یکشنبې په ورځ د لنډ واټن یو بالاستیک توغندی وازمایه " ټرمپ دیته وهڅیده چې ژر یې وضع کړي"

په همدې حال کې د ایران د ستر مذهبي مشر ایات الله علي خامنه اي یوه سلاکار علي اکبر ولایتي د متحده ایالاتو دغه ګواښ بې ځایه ګڼلي او ویلي یې دي چې ایران به د " بې تجربې" شخص لخوا ګواښونو ته سر ټیټ نکړي. ښاغلي ولایتي دا ندي ویلي چې اشاره یې د امریکا کوم چارواکي ته ده.

بل پلو د متحده ایالاتو د استازو د مجلس رئيس پال راین چې وایي چې د جمهور رئیس براک اوباما حکومت تهران ډیر خوښ ساتلی و. ښاغلي راین خبریالانو ته وویل چې " نور په کار ده چې د ایران خوښ ساتل بند شي."

راین زیاته کړه چې په ایران د تازه بندیزونو ملاتړ کوي. پخپله سپینې ماڼۍ تر اوسه پدې هکله تبصره نده کړې.

XS
SM
MD
LG