د لاس رسي وړ اتصالات

ایران له افغانستان سره د امنیتي همکارۍ دپاره د سیمه ییزې کمیټې جوړولو غوښتنه وکړه


د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر استازي حسن کاظمي قمي د ترهګرۍ سره د مبارزې په هدف له افغان چارواکو سره د معلوماتو د شریکولو دپاره د ګډې سیمه ییزې امنیتي کمیټې د جوړولو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي قمي په یوه مرکه کې وویل: "د افغانستان په ګاونډ کې د سیمې هېوادونه باید د همغږۍ د کمېټې یا امنیتي کمېټې په چوکاټ کې له افغانستان سره مرسته وکړي... باید دا ډول مرستې وشي او مرستې باید ډله ییزې وي.

کاظمي قمي همدارنګه ویلي چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه باید له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د "پوځي کمپاین په څېر لارو چارو" کار واخلي، ځکه د ده په وینا، له افغانستان سره د پوځیانو د روزنې، د معلوماتو د تبادلې او د تجهیزاتو د رسولو له لارې مرسته کېدای شي.

د ایران د دولتي خبري اژانس (ایرنا) د راپور له مخې، دغه ایراني ډیپلومات ویلي چې ترهګري پوله نه پېژني او د ده په وینا، په افغانستان کې ناامني او بې ثباتي د دغه هېواد ګاونډیان او ټوله سیمه اغېزمنولی شي.

کاظمي قمي دا هم وویل چې په افغانستان کې ثبات د یوه "ټول شموله" حکومت له جوړېدو سره تړلی دی. ایراني چارواکو تر دې مخکې هم په افغانستان کې د داسې ټول شموله حکومت پر جوړولو ټینګار کړی چې پکې ددغه هېواد ټولې قومي، سیاسي ډلې او اقلیتونه برخه ولري.

په افغانستان کې د ایران د ولسمشر استازي د افغانستان لپاره د مسکو غونډې ته په اشارې سره چې تېره اوونۍ په روسیه کې جوړه شوې وه، وویل: "د دغه سیمه ییز نوښت په چوکاټ کې له افغانستان سره د مرستې لپاره د لارو چارو لټول د یوه هېواد په کورنیو چارو کې د لاسوهنې په مانا نه ده. زه فکر کوم چې د مسکو فارمټ کولای شي په افغانستان کې د وضعیت په ښه کولو کې مرسته وکړي."

د افغانستان لپاره د مسکو غونډه تېره اوونۍ د طالبانو د استازو له ګډون پرته ترسره شوه. روسي چارواکو ویلي دي چې طالبانو ته ځکه په دې غونډه کې بلنه نه وه ورکړل شوې چې دغه ډله په افغانستان کې د "ټولو سیاسي او قومي خواوو یو ټول شموله حکومت" د جوړولو توان نه لري.

د مسکو په غونډه کې چې د روسیې، چین، پاکستان، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبیکستان په ګډون لسو هېوادونو برخه لرله، په افغانستان کې د ترهګرۍ د پراخېدو، په ځانګړي ډول په دغه هېواد کې د داعش د فعالیتونو په اړه اندېښنه وښودل شوه.

خو طالبانو تل ډاډ ورکړی چې ګاونډیو هېوادونو ته به له افغانستان څخه هیڅ ګواښ نه پېښیږي. سره له دې چې په تېرو ۱۵ میاشتو کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، د افغانستان له شمالي ولایتونو څخه پر ګاونډیو هېوادونو څو ځله راکټي بریدونه شوي دي. داعش ډلې ددې بریدونو پړه منلې ده.

XS
SM
MD
LG