د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو ته د رئیسي‌خبرداری: د ایران د اوبو حق ورکړئ


د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي چې ددغه هېواد د سیستان - بلوچستان ولایت ته یې سفر کړی و،‌ د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړ چې د هلمند له سیند څخه دې د ایران د اوبو حق ورکړي.

رئیسي نن پنجشنبې د مې ۱۸ (غوايي ۲۸) خبریالانو ته وویل چې د طالبانو حکومت دي د ایران د حکومت منطق عادی و نه ګڼي او تهران د هلمند سیند څخه د اوبو د خپل حق په اړه "ډیر جدي"‌ دی.‌

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د دغه هېواد وچکالۍ ځپلي سویل ختیځ ته د سفر پر مهال وویل: "زه د افغانستان واکمنانو ته خبرداری ورکوم چې سمدستي دې د سیستان-بلوچستان خلکو ته د دوی د اوبو حق ورکړي".

رئیسي وویل چې افغانستان باید ایراني کارپوهانو ته اجازه ورکړي چې د کمال خان بند کې د اوبو د وضعیت "مستقیمه" لیدنه او ارزونه وکړي، او زیاته یې کړه چې "د وخت په تیریدو سره ستونزه نه حل کیږي".

هغه همدا راز وویل: " کلهکله اوریدل کیږي‌ چې بند کې چندانې اوبه نشته یا بند کې خټي او لوشي دي. د افغانستان واکمنان باید زموږ کارپوهانو ته اجازه ورکړي چې ددې خبرې ارزونه وکړي. که زموږ کارپوهان د اوبو کمښت تائید کړي، موږ څه نه ووایو، او که نه زموږ د خلکو د حق ضایع کېدو اجازه به چاته ورنکړو ".

د ایران ولسمشر زیاته کړه، سره لدې چې د اوبو مسله یوه نړیواله او سیمه ییزه موضوع ده، خو د هغه حکومت به له افغانستان سره پر ګډه پوله د خپلو ټولو وګړو حق واخلي.

نوموړي خبرداری ورکړ:
"زما خبره جدي‌ ونیسئ بیا وروسته ګیله ونکړئ چې موږ ته ویل شوي نه وو یا داسې مو انګیرله چې د ډپلوماسۍ او سیاست او د وخت په تیریدو سره ددې موضوع څخه تیریږو."

هغه وویل چې ایران په افغانستان کې د خپل استازي په واسطه د ډپلوماسۍ له لارې او د سیستان- بلوچستان ولایت د مسوولینو له خوا د اوبو حق مسله تعقیبوي، خو د افغانستان حاکمان باید په دې اړه چټک عمل وکړي.

دا پداسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د هلمند سیند د اوبو د حق پر سر ددغه وزارت د سرپرست امیر خان متقي او د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان ترمنځ د خبرو اترو خبر ورکړی دی.‌

په دغه ټيلفوني خبرو اترو کې چې چهارشنبې د مې ۱۷ (غوايي۲۷) تر سره شوه،‌ دواړو لورو د سوداګرۍ، بريښنا، د اورګاډي پټلۍ، ګډه پوله، اوبو او په ایران کې د افغان بندیانو په هکله بحث او خبرې وکړې.‌

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزرات په اعلامیه کې ویل شوي‌: "همدارنګه هغه د هیواد په لویدیځو سیمو کې د اوبو د کمبود او د اورښت د کمې د ستونزو د یادونې په ترڅ کې د اوبو په مسله د دواړو دولتونو ترمنځ د تړون په چوکاټ کې د افغانستان په رسمي دریځ باندې ټینګار وکړ".

د ایران د بهرنیو چارو وزرات هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي‌ چې په دې ټیلفوني اړیکه کې دواړو لورو د نورو مسلو ترڅنګ د هلمند د اوبو په مسله هم خبرې کړې دي.

په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د افغانستان له لوري‌ د اوبو ورخوشي کولو او په عملی بڼه د ایران د اوبو د حق تامین،‌ ددغه هېواد جدي غوښتنه ده او دغه چاره د دواړو هېوادونو پر اړیکو اغیره لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ادعا وکړه چې د هلمند سیند څخه د ایران د اوبو د حق نه تامین کېدل او لدې امله رامنځته شوې وچکالي د سیستان بلوچستان خلکو ته ډیري‌ ستونزې پیدا کړي دي.

افغانستان او ایران په ۱۳۵۱ لمریز کال کې د هلمند د اوبو د ویش په اړه یو تړون لاسلیک کړی، چې له مخې افغانستان باید د هلمند د سیند څخه په کال کې ۸۱۷ میلیونه مترمعکبه اوبه ایران ته ورکړي.

همدا راز د ایران د بهرنیو چارو وزیر په خپل وروستي ټیلفوني تماس کې ویلي چې ددغه تړون ټول موارد باید په بشپړه توګه اجرا شي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې پر بنسټ، ښاغلي عبداللهیان د دواړو هېوادونو د یوې ګډې کمیټې له خوا د هلمند د اوبو د وضعیت پر لیدو هم ټینګار کړی دی.

د افغانستان د پخواني حکومت چارواکو هم ویلي وو چې په تیرو کلونو کې ایران ته د هلمند اوبه د دواړو هېوادونو ترمنځ د لاسلیک شوې تړون څخه څه زیات بهیدلي‌ دي.

ددغو چارواکو د څرګندونو پر بنسټ، په افغانستان کې د تیرو څه باندې څلورو لسیزو جګړو او د اوبو نه مدیریت ددې سبب شوی، چې هرکال شاوخوا ۲.۵ ملیارده مترمکعبه اوبه ایران ته وبهیږي.

په وروستیو کلنو کې ددغه سیند په اوږدو کې د بریښنا بندونه هم جوړ شوي او د بلې خوا د جنوب لویدیځو او جنوبي ولایتونو په ګډون د افغانستان ډیرې برخې د څو کلنو د پرله پسې وچکالۍ تر اغیز لاندې دي، چې د هلمند په سیند کې یې د اوبو کچه ډیره کمه کړې ده.

د ایران سره ‌پر پوله د کمال خان بند چې د ۲۰۲۱م کال د مارچ په میاشتې کې د افغانستان مخکنې ولسمشر محمد اشرف غني له خوا پرانستل شو،‌ هم ددغه سیند په اوږدو کې جوړ شوی دی.‌

د سیاسي چارو ځینې کارپوهان فکر کوي، چې طالبان د ایران سره د ښو اړیکو د ساتلو په لټه کې دي او په همدې دلیل یې د تیر رژیم پرتله د هلمند د اوبو په مسله دریځ یو څه نرم دی.

XS
SM
MD
LG