د لاس رسي وړ اتصالات

عبداللهیان: طالبان د تیر رژیم پرتله د ایران د اوبو پر حق اعتراف او ټینګار کوي


کمال خان بند (ارشیف)
کمال خان بند (ارشیف)

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبدالهیان یو ځل بیا د هلمند د سیند په اوبو کې د ایران پرحقابې باندې ټینګار کړی او ویلي دي، چې طالبان د دغه سیند په اوبو کې د ایران پر حق " اعتراف او ټینګار" کوي.

ښاغلي عبدالهیان د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا ته ویلي، چې د هلمند په سیند کې د ایران د اوبو د حق (حقابې) ترلاسه کولو لپاره د دوی پرمخ کې پراته ټول ممکنه وړاندیزونه شته دی.

هغه زیاته کړې:" د افغانستان لنډمهالې سرپرستې ادارې چارواکي هم د افغانستان د پخوانیو چارواکو پر خلاف د ایران د اوبو پر حقابه اعتراف او ټینګار کوي".

په دې وروستیو ورځو کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبدالهیان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي سره په سمرقند کې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د څلورمې غونډې په څنډو کې په کتنه کې په دې مسله خبرې کړې وې او ویلي و، چې هیواد به یې د هلمند د سیند په اوبو کې د خپل حق څخه سترګې پټې نه کړي.

دغه ایراني چارواکي ټینګار کړی دی، چې د هلمند د سیند په اوبو کې د خپل حق ترلاسه کولو لپاره به خپلو دپلوماتیکو هڅو ته دوام ورکړي. د طالبانو حکومت تراوسه د ایران د بهرنیو چارو وزیر دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

د افغانستان او ایران حکومتونو په ۱۳۵۱ لمریزکال کې د هلمند د اوبو د ویش په سر یو تړون لاسلیک کړی، چې له مخې یې افغانستان باید د هلمند د سیند څخه په کال کې ۸۱۷ میلیونه مترمعکبه اوبه ایران ته ورکړي. د افغانستان پخوانیو حکومتونو ویلي و، چې په تیروکلنو کې د هلمند له سیند څخه په تړون کې د ټاکل شوې کچې څخه زیاتې اوبه دغه ایران ته بهیدلي دي.

د پخوانیو چارواکو د څرګندونو پراساس په افغانستان کې د تیرو څه باندې څلورو لسیزو جګړو او د اوبو نه مدیریت ددې سبب شوی، چې هرکال شاوخوا ۲.۵ ملیارده مترمکعبه اوبه ایران ته وبهیږي.

په وروستیو کلنو کې ددغه سیند په اوږدو کې د بریښنا بندونه هم جوړ شوي او د بلې خوا د جنوب لویدیځو او جنوبي ولایتونو په ګډون د افغانستان ډیرې برخې د څو کلنو د پرله پسې وچکالۍ تر اغیز لاندې دي، چې د هلمند په سیند کې یې د اوبو کچه ډیره کمه کړې ده.

ایران سره په سرحد کې د کمال خان بند، چې د ۲۰۲۱ میلادي کال د مارچ په میاشت کې د پخواني جمهور رئیس محمد اشرف غني له خوا افتتاح شو هم ددغه سیند په اوږدو کې جوړ شوی دی .

د سیاسي چارو ځینې کارپوهان فکر کوي، چې طالبان د ایران سره د ښو اړیکو د ساتلو په لټه کې دي او په همدې دلیل یې د تیر رژیم پرتله د هلمند د اوبو په مسله دریځ یو څه نرم دی.

د سیاسي چارو یو کارپوه بریالي نصرتي د دوشنبې په ورځ اپریل ۲۴(ثورڅلورم) امریکا سره په مرکه کې وویل، چې طالبانو سره د سیمې د هیوادونو په ځانګړي ډول د ایران اړیکې به په راتلوونکي کې ممکن دغو هیوادونو او افغانانوته سرخوږی راولاړ کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې په غیرمستقیم ډول د ایران د اوبو د حق په برخه کې د پخواني رژیم د چارواکو څخه انتقاد کړی، چې پخواني جمهور رئیس محمد اشرف غني د کمال خان د اوبو د بند د پرانیستلو غونډې ته په وینا کې ویلي و:" اوس د اوبو مدیریت د افغانانو په لاس کې دی اوله دې وروسته به هیچا ته په وړیا ډول خپلې اوبه ورنکړي".

همداشان پخواني جمهور رئیس ویلي و، چې د هلمند اوبو په سر ایران سره شوي تړون ته ژمن دی او که چیرې ایران په دغه ټړون کې ټاکل شوې اندازې څخه زیاتو اوبو غوښتنه لري باید افغانستان سره پرې خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG