د لاس رسي وړ اتصالات

ایران اذربایجان او ارمنستان ته خبرداری ورکړ 


د دواړو لورویو ترمنځ د سپتمبر له ۲۷ راهېسې جګړه روانه ده
د دواړو لورویو ترمنځ د سپتمبر له ۲۷ راهېسې جګړه روانه ده

ایراني‌چارواکي وايي چې د ناګورنو قره باغ له لانجمنې سیمې څخه د دوی پر خاورې لس توغندي لګېدلي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده وویل چې د ایران پر خاورې د دغو توغندیدو د لګېدو له کبله یو کس وژل شوی هم دی.

نوموړي ونه ویل چې دا توغندي د کوم اړخ له لوري توغول شوي‌ خو خبرداری یې ورکړ که « بیا دا کار تکرار شو، د ایران اسلامي جمهوریت به بې تفاوته پاتې نشي.»

د ایران رسنۍ وايي چې د دغو توغندیو له کبله د «خدا افرین» په سیمه کې یوه ودانۍ هم ویجاړه شوې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل که دا توغندي له هر اړخ څخه توغول شوي وي، ایران ته د منلو نه دي.

د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د ناګورنو قره باغ په سیمه کې د سپتمبر په ۲۷ جګړه پیل شوه چې له کبله یې سلګونه کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي. دوی دواړه پر دغې سیمې د مالکیت دعوه لري.

د دواړو غاړو ترمنځ د اوربند او جګړې د بندولو هڅې لا بریالۍ شوي نه دي.

XS
SM
MD
LG