د لاس رسي وړ اتصالات

اذربایجان: ارمنستان مو پر ښار بریدونه کړي، غچ یې اخلو


د اذربایجان په ګنجه ښار د راکټ لګیدلو تصویر
د اذربایجان په ګنجه ښار د راکټ لګیدلو تصویر

د ناګورنو قره باغ د سیمې په شاوخوا کې د ارمنستان او اذربایجان قواو ترمنځ د سختو جګړو رپوټونه ورکړل شوي دي.

اذربایجان د یکشنبې په ورځ اکتوبر څلورمه (تلې ۱۳) وویل چې ارمني قواو ددې هیواد په دوهم ښار ګنجه باندې توغندي ورولي دي او ادعا یې کړې چې یو ملکې وګړی په کې وژل شوی او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.

د اذربایجان د جمهور رئیس الهام علیوف یو سلاکار حکمت حاجیوف ویلي چې «اذربایجان به دننه په ارمنستان کې هغه پوځي اهداف له منځه یوسي چې ترې پر اذري ښارونو ډزې کیږي.»

ارمنستان پر اذربایجان باندې د هر ډول برید ادعاوی رد کړي دي. د ناګورنو قره باغ مشر ویلي دي چې قواوو یې د اذربایجان په کنجه ښار کې پر پوځي اډه برید کړی، خو په وینا یې وروسته یې پر دې اډې ډزې بندې کړې چې ملکي وګړو ته تاوان ونه رسیږي.

پدغه کړکیچ کې پداسې حال کې نور سیمه ییز قوتونه هم ښکیل شوي چې ترکیه د اذربایجان ملاتړ کوي او ارمنستان د روسیې سره دفاعي تړون لري.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت هم د اذربایجان په ګنجه ښار باندې د ارمنستان برید غندلی دی او هغه یې یو غیر قانوني چلند ګڼلی دی. ترکیه وایي د نړیوالو پیژندل شویو پولیو په چوکاټ کې د اذربایجان د ځان څخه د دفاع د حق ملاتړ کوي.

له بلې خوا د اذربایجان جمهور رئیس الهام علییوف د شنبې په ورځ وویل چې ځواکونو یې د ماداګیز ستراتیژیکې سیمې باندې خپل بیرغ پورته کړی او څو کلي یې نیولي دي.

د ارمنستان د دفاع وزارت ویاندې شوشان ستفانیان دغه ادعا رد کړې ده او خپلواکو خبري منابعو دا پیښه نده تائید کړې.

د اذربایجان ګنجه ښار ۳۳۵ زره نفوس لري او د ناګورنو قره باغ د مرکز ستفان اکرت په سل کیلومترۍ کې دی او د ارمنستان د واردینیز ښار ته ۸۰ کیلومتره واټن لري.

XS
SM
MD
LG