د لاس رسي وړ اتصالات

اذربایجان او ارمنستان اوربند وکړ 


راپورونه وايي چې په دغې جګړې کې دواړو غاړو ته درانده ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي
راپورونه وايي چې په دغې جګړې کې دواړو غاړو ته درانده ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي

د ناګورنو-قره باغ د سیمې د مالکیت پر سر له څو ورځو وسله والو نښتو، جګړو او بریدونو وروسته، ارمنستان او اذربایجان اوربند وکړ.

دا اوربند د شنبې په ورځ اکتوبر ۱۰( تله۱۹) په ځايي وخت د ماښام په ۸ بجو پیل شو.

تر اوربند څو ساعته مخکې دواړو غاړو یو بل تورن کړل چې په ولسي سیمو توغندي وروي.

دواړو غاړو په مسکو کې له ۱۰ ساعتو خبرو او بحثونو وروسته پر اوربند موافقه وکړه. له اوربند وروسته به دواړه خواوې بندیان تبادله کوي او خپل مړي به انتقالوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف د اوربند په خبرو کې منځګړی و. ښاغلي لاروف وویل چې دا اوربند باید نورو بحثونو ته لاره هواره کړي.

د روسیې ولسمشر ویلاديمیر پوتین د ارمنستان او اذربایجیان د بهرنیو چارو وزیرانو ته رسمي بلنه ورکړې وه چې مسکو ته ورشي او له یو بل سره مخامخ خبرې وکړي.

تېره ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د برخې مشرې مېشل بچلیت پر دواړو غاړو غږ وکړ چې اوربند وکړي.‌ هغې وویل چې په جګړو کې ملکیانو ډېر زیان لیدلی دی.

د مېرمن بچلیت دفتر وايي‌ چې ناتایید شوي راپورونه ورته رسېدلي چې په دغې جګړې کې شاوخوا ۵۰ ولسي خلک وژل شوي دي.

دا جګړه د سپتمبر په ۲۷ پیل شوه.

همدغه راز ویل کیږي چې په دغې جګړې د دواړو لوریو شاوخوا ۴۰۰ عسکر هم وژل شوي او لسګونه زره کسانو خپلې سیمې پرېښي او تښتېدلي دي.

XS
SM
MD
LG