د لاس رسي وړ اتصالات

ایران پر غزې د اسرائیل د ځمکني برید په صورت کې د جګړې د پراخېدو خبرداری ورکړی


د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره د کتنې پر وخت
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره د کتنې پر وخت

ایران خبرداری ورکړی چې د غزې پر تړانګه د اسرائیل هر ډول ځمکنی برید کولای شي د منځني ختیځ په نورو ځایونو کې جګړه شدیده کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره له کتنې وروسته په یوه اعلامیه کې ویلي: "د غزې په بې دفاع اوسیدونکو او خلکو باندې د صهیونیسټي رژيم د حملو د دوام په صورت کې هیڅوک نشې کولای چې د وضعیت د کنټرول او د شخړو د پراخیدو مخنیوی تضمین کړي."

د ایران د بهرنیو چارو وزیر همداشان ویلي: "هغوی چې د جنګ او کړکیچ نه پراخیدو ته لیوال دي، پکار دي چې د غزې د تړانګې د اوسیدونکو او عامو خلکو په خلاف د صهیونیسټي رژیم د دوامدارو وحشیانه حملو مخنیوی وکړی."

عبداللهیان همداشان پر متحده ایالاتو نیوکې وکړې او ویې ویل، واشنګټن په داسې حال کې چې نورو ته د زغم نصیحت کوي، د اسرائیل څخه یې بشپړ ملاتړ کړی دی.

د اکټوبر په اوومه پر اسرائیل باندې د حماس له برید وروسته، متحده ایالاتو له اسرائیل سره پر خپل قابت ملاتړ ټینګار کړی دی.

په همدې حال کې د امریکا متحده ایالاتو د حماس او اسرائیل ترمنځ د جګړې د پراخیدو او په دې جګړه کې د ایران د مستقیمې ښکیلتیا په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان د یکشنبې په ورځ اکتوبر ۱۵ (تلې ۲۳) له سي بي اس نیوز سره د اسراییل او لبنان په پوله کې د یوې نوې جګړې د احتمال په اړه خبرې وکړې. هغه وویل: "موږ دا نه شو ردولای چې ایران به په مستقیمه توګه په یو ډول ښکیل شي. موږ باید د هرې احتمالي ناڅاپي پیښې لپاره چمتو واوسو."

پر اسرائیل د حماس د برید په ترڅ کې د ولسي وګړو په ګډون شاوخوا ۱۳۰۰ کسان وژل شوي او د حماس جنګیالیو شاوخوا ۱۵۰ تنه یرغمل نیولي دي. د غزې پر تړانګه د اسرائیل په ځوابي بريدونو کې تر اوسه د ولسي وګړو په ګډون تر ۲۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

د کړکیچ په دوام سره اسرائیل له غزې او لبنان سره د دغه هیواد په شمالی سرحدونو کې خپل ځواکونه او ټانکونه ځای پر ځای کړی دی.

د اسرائیل ملاتړو لویدیځو هیوادونو د سیمې نورو برخو ته د اوسنۍ جګړې د پراخیدو د احتمال خبرداری ورکړی دی.

د امریکا د دفاع وزیر لوید آسټن ویلي دي چې امریکا په سیمه کې خپله دوهمه الوتکه وړونکې بیړۍ ځای پر ځای کړې ده چې د "اسرائیل پر ضد د دښمنانه اقداماتو" مخه ونیسي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیمې ته د خپل سفر په ترڅ کې په بیروت او دوحه کې د حماس له جګپوړو چارواکو سره لیدلي او عراق او سوریې ته هم ځي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG