د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د اوبو وزیر کابل ته تللی او د هلمند اوبو د معاهدې 'پر تطبیق یې ټینګار کړی'


له افغانستان څخه ایران ته د هلمند سیند حوزې بهېدونکو اوبو پر سر راپورته شوو بحثونو سره هم مهاله د ایران د اوبو او نرژۍ د وزیر علي اکبر محرابیان په مشرۍ یو ایرانی پلاوی له طالب چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته راغلی دی.

د راپورونو له مخې یاد ایراني پلاوي د چهارشنبې په ورځ اګست لسمه (زمري ۱۹) کابل ته له رسېدو سره سم د طالبانو اوبو او نرژۍ او بهرنیو چارو وزیرانو ترڅنګ د رئیس الوزرا له اقتصادي مرستیال سره کتنو کې د هیرمند اوبو کې د ایران د حقابې په اړه خبرې کړي دي.

د طالبانو حکومت د اوبو او نرژۍ وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې دواړو لورو په دغه کتنه کې د اوبو او انرژۍ اړوند مسائلو په اړه بحثونه وکړل.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر عبدالطیف منصور ویلي چې «اسلامي امارت» د افغانستان او ایران ترمنځ د هلمند سیند د اوبو په اړه د ۱۳۵۱ کال معاهدې د بشپړې پلي کېدو ته ژمن دی.

په یاده اعلامیه کې ویل شوي: "پرېکړه وشوه چې د هلمند سیند د اوبو معاهدې مطابق د ایران هېواد د حقابې د ورکړې دریو ځايونو د ټاکل کېدو په اړه عملي چارې به د ټاکل شوي مهال وېش مطابق ډېر ژر پیل شي."

ددې بیان له مخې، د ایران د اوبو او انرژۍ وزیر علي اکبر محرابیان هم د هلمند اوبو تړون ته د ژمنتیا ترڅنګ طالب چارواکو ته د بادي بریښنا تولید، د بریښنا صادراتو او د افغانستان لویو ښارونو ته د څښاک پاکو اوبو رسولو پروژو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

پر همدې مهال د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې ایراني پلاوي د دغه وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره لیدنه کې د هلمند اوبو تړون پر عملي کېدو ټینګار کړی.

ددې بیان له مخې، امیر خان متقي دغه ایراني پلاوي ته د يادې موضوع اړوند تر سره شوو اقداماتو په اړه معلومات ورکړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د ایران د اوبو او نرژۍ له وزیر سره د افغان سوداګرو او افغان کډوالو د ستونزو، د سرحدي کرښو سره تړلو موضوعاتو او ترانزیټي ودې په اړه خبرې کړي دي.

د بیان له مخې، دواړو لورو د دوه اړخيزو اړيکو پر پياوړتيا، د ستونزو پر ډيپلوماتيک حل او د ورته ناستو پر دوام ټينګار کړی.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم څه موده مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره تلیفوني خبرو کې نوموړي څخه غوښتي وو چې د هلمند او سرحدي اوبو په اړه د شوې هوکړې او متقابلو مسؤلیتونو په برخه کې جدي او لازمه همکاري وکړي.

د افغانستان او ایران دولتونو د هلمند د اوبو د ویش پر سر د ۱۳۵۱ کال په وروستیو کې د پخواني صدراعظم موسی شفیق په وخت کې یوه معاهده لاسلیک کړه چې له مخې یې افغانستان باید هرکال ۸۱۷ میلیون متر مکعب اوبه ایران ته ورکړي.

ایران ته د هلمند سیند حوزې د بهېدونکو اوبو په اړه له ډير وخت راپدېخوا بحثونه کیږي او ویل کیږي چې ایران ته هر کال په معاهده کې له ټاکل شوي اندازې څخه څو برابره زیاتې اوبه بهیږي.

د افغانستان په څیر په ایران کې هم سختې وچکالۍ اغېز کړی دی، او د افغانستان په ګاونډ کې پراته ایراني ولایتونه د اوبو له کموالي سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG