د لاس رسي وړ اتصالات

ایراني چارواکي: یو افغان کډوال 'په شخصي شخړه' کې لس تنه وژلي دي 


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

په ایران کې چارواکي وايي یو افغان کډوال، د شخصي اختلافاتو له کبله، د ایران د کرمان ولایت د رفسنجان په سیمه کې لس تنه د چړو په ګوازونو وژلي دي.

د رفسنجان د پولیسو د څانګې مشر حسین رضايي ایرنا خبري اژانس ته ویلي دي چې «د یکشنبې په ورځ یو پردي تبعه، چې د افغانستان دی، د شخصي اختلافاتو په نتیجه کې لس تنه وژلي او له سیمې څخه د وتلو په مهال د پولیسو له لوري نیول شوی» دی.

نوموړي وویل چې دا پېښه په یو باغ کې شوې ده او په وژل شویو کسانو شپږ افغانان او څلور ایرانیان شامل دي.

دغه ایراني چارواکي دا خبره هم وکړه چې د بریدګر «روحي او رواني حالت» ښه نه دی. وايي بریدګر چې کله پوه شو، پولیس یې نیسي د ځان وژلو هڅه یې وکړه خو ټپونه یې دومره ژور نه دی چې د مرګ سبب یې شي.

د کرمان د والي د سیاسي، امنیتي‌ او اجتماعي چارو مرستیال رحمان جلالي ویلي دي‌ چې دا پېښه «کوم امنیتي‌ اړخ» نلري او د شخصي اختلافاتو له کبله رامنځ ته شوې ده. نوموړي وویل چې ځینې وژل شوي کسان د بریدګر خپلوان هم دي.

نوموړي وویل: «د قاتل ورور ادعا کوي چې بریدګر رواني او روحي ستونزې لري او په نشو روږدی دی او په افغانستان کې هم د ورانکارو په ډله کې و او د خپلې کورنۍ غړي یې هم په مرګ ګواښلي ‌وو.»

دغه ایراني مقام ټېنګار وکړ چې باید هغه افغان کډوال په دندو ونه ګمارل شي چې په ایران کې د اوسېدو قانوني اسناد ونلري. نوموړي وویل چې په ایران کې د بهرنیو وګړو د نوملیکنې بهیر چټک روان دی.

څه موده مخکې د ایران د کورنیو چارو وزارت ګواښ وکړ او وویل هغه کسان چې په دې بهیر کې نوملیکنه نکوي، په ایران کې یې اوسېدل غیر قانوني دي چې ورسره به قانوني چلند کېږي.

د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي چې په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو مخکې، په ایران کې ۳.۴ میلیون افغان کډوال اوسېدل. چې نژدې دوه میلیون یې غیر قانوني کډوال دي.

داسې اټکل کېږي چې د طالبانو له راتګ وروسته ایران ته د افغانانو ورتګ نور هم زیات شوی دی. په همدې حال کې ایراني چارواکي هره ورځ لسګونه افغانان، چې ایران کې د اوسېدو قانوني اسناد نلري، افغانستان ته شړي.

XS
SM
MD
LG