د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د یمن د سولې د پروسې د ملاتړ په اړه د امریکا د غوښتنې هرکلی وکړ 


د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند

تهران نن چهارشنبې اپریل پنځمه (وري۱۶) د واشنګټن د هغې غوښتنې هرکلی وکړ چې له ایران څخه غواړي په یمن کې د جګړې د ختمېدو لپاره د سولې د پروسې ملا وتړي.

د یمن لپاره د متحدو ایالتونو استازي تیموتي لیندرکېنګ تېره ورځ وویل چې واشنګټن «غواړي وویني ایرانیان د سیاسي پروسې په اړه حمایت څرګندوي». هغه هیله وښوده چې دا سیاسي‌ پروسه راروانه ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني د تیموتي لیندرکېنګ دا غوښتنه «د خوښۍ وړ» وبلله او ټېنګار یې وکړ چې ایران «د جګړې له پیل راهېسې د سولې د پروسې لپاره هلې ځلې» کوي.

د ایران د شخړې د هواري دپلوماتیکې هلې ځلې د سعودي عربستان او ایران ترمنځ د دپلوماتیکو اړیکو د بیا پیل کېدو دتړون له لاسلیک څخه وروسته چټکې شوې.

دا تړون څه موده مخکې لاسلیک شو او چین د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ و. سعودي عربستان د یمن د حکومت او ایران د حوثي یاغیانو ننګه کوي.

دا پرمختګونه داسې مهال مخې ته راځي چې د ملګرو ملتونو په منځګړتوب د یمن د حکومت او حوثي یاغیانو ترمنځ د تړون یو کال پوره شو.

د فرانس پرس د راپور په اساس د یمن لپاره د ملګرو ملتونو استازي هنس ګرنډبرګ دا تړون «د هیلې یوه شېبه» بولي، سره له دې چې ستونزې شته.

جوبایډن په امریکا کې له ولسمشر کېدو سره سم وویل چې د یمن د جګړې ختمولو هڅو ته به لومړیتوب ورکوي، تر ده مخکې بل ولسمشر دونالډ ټرمپ د یمن د حکومت په ملاتړ د سعودي په مشرۍ د ایتلاف ننګه کوله.

په یمن کې له شاوخوا یوې لسیزې راهېسې جګړه روانه ده چې د ملګرو ملتونو د مقاماتو په وینا سلګونه زره خلک په کې مستقیمآ او غیر مستقیمآ وژل شوي او د نړۍ یو تر ټولو بد بشري بحران یې زېږولی دی.

XS
SM
MD
LG