د لاس رسي وړ اتصالات

ایران او سعودي عربستان د دپلوماتیکو اړیکو په بیا پیل کولو موافقه وکړه 


Iran and Saudi Arabia flags, پرچم ایران و عربستان سعودی
Iran and Saudi Arabia flags, پرچم ایران و عربستان سعودی

ایران او سعودي عربستان د جمعې په ورځ مارچ لسمه (کب ۱۹) موافقه وکړه چې له څو کلن کړکیچ وروسته خپلې دپلوماټیکې اړیکې بیا پیل کړي او په دواړو هیوادونو کې خپل سفارتونه بیرته پرانیزي.

د دواړو هیوادونو ترمنځ پدې کړکیچ کې د سعودي عربستان د تېلو د تولید پر مرکز باندې یو ویجاړونکی برید هم شامل دی چې پړه یې پر ایران اچول شوې ده، خو تهران په دغه برید کې لاس لرل رد کړي دي.

دا موافقه چې روانه اونۍ د چین په پلازمینې بیجینګ کې وشوه چې د چین لپاره د یوې لویې دیپلوماتیکې بریا په توګه ګڼل کیږي، ځکه د پارس خلیج هیوادونه داسې ګڼي چې متحده ایالات په آرامه توګه له لوی منځني ختیځ څخه وځي.

د تهران او ریاض ترمنځ دا هوکړه همداشان پداسې حال کې شوې، چې دیپلوماتان هڅه کوي د یمن څو کلنه جګړه پای ته ورسوي. د یمن په جګړه کې ایران د یمن د حوثي یاغیانو او د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د دغه هېواد د ګوښه شوي حکومت ملاتړ کوي.

دواړو هېوادونو د دغه تړون په اړه له چين سره ګډه اعلاميه خپره کړه او ظاهراً بېجينګ د دغه تړون منځګړی و. خو د چین دولتي رسنیو سمدلاسه د دې موافقې راپور نه دی خپور کړی.

د ایران یوې دولتي رسنۍ عکسونه او ویډیو خپره کړې ده چې په کې د ایران د ملي امنیت د عالي شورا مشر علي شمخاني د سعودي او یو چینايي چارواکي تر څنګ ولاړ دی.

د ایران دولتي ټلویزیون خبر ورکړی، چې د دې پرېکړې له پلي کېدو وروسته به د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د سفیرانو د تبادلې د چمتووالي لپاره له یو بل سره وویني. د دغه رپوټ له مخې د ایران او سعودی عربستان ترمینځ د دپلوماټیکو اړیکو د بیا پیلولو لپاره خبرې اترې په څلورو ورځو کښې ترسره شوې دی.

سعودي چارواکو سمدستي د تبصرې لپاره د اسوشیټیډ پریس غوښتنې ته ځواب ندی ویلی. د دغه خبر له خپرېدو لږ وروسته د سعودي عربستان دولتي رسنیو د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د ګډې اعلامیې په خپرولو پیل وکړ.


سعودي عربستان د ۲۰۱۶ کال په جنورۍ کې وروسته له هغې له ایران سره دپلوماتیکې اړیکې پرې کړې چې د ایران په پلازمېنه تهران کې د سعودي پر سفارت او کونسلګرۍ او په مشهد کې پر یوه بله قونسلګرۍ د اعتراض کوونکو له خوا بریدونه وشول.

د سعودي عربستان پر دپلوماټیکو دفترونو برید وروسته له هغه وشو چې ریاض په ۲۰۱۶ کال کې یو مشهور شیعه عالم شیخ نمر باقر النمر اعدام کړ.

وروسته له هغې چې د ایران او سعودي عربستان دپلوماتیکې اړیکې پرې شوې، په منځني ختیځ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ زیات شو، په تېره بیا وروسته له هغه چې امریکا د ۲۰۱۸ کال په مې میاشت کې له ایران سره د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون څخه په یو اړخیز ډول ووتل.

XS
SM
MD
LG