د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا وايي د ملګرو ملتونو غونډه کې له ایران سره د اتومي تړون تمه نلري


د ایران د اتومي پروګرام په اړه د خبرو یوه برخه
د ایران د اتومي پروګرام په اړه د خبرو یوه برخه

په داسې حال کې چې د ایران او لوېدیځ هېوادونو تر منځ د ایران په درې بټیو کې د یورانیمو د غني کولو د نښو په اړه د ملګرو ملتونو د څېړنو پر سر اختلافات موجود دي، امریکايي چارواکي وايي، تمه نه کوي چې د ملګرو ملتونو په روانه عمومي غونډه کې د ایران د ۲۰۱۵ کال د اتومي تړون پر سر هوکړه وشي.

ددغه تړون له مخې، د لویدځ له لورې پر تهران باندې د لګېدلو بندیزونو د لیرې کېدو په بدل کې ایران خپل د یورانیمو غني کول محدودوي. خو د امریکا پخوانی جمهور رئیس ټرمپ له دغه تړون څخه په ۲۰۱۸ کال کې په شا شو.

د ایران جمهور رئیس ابراهیم رئیسي وايي، د تړون د احیا کېدو وړاندې، متحده ایالتونه باید تضمین ورکړي چې له دې تړون څخه بیا نه وځي.

ښاغلي رئیسي د امریکا سي بي اس تلویزون سره په مرکه کې وویل، د ټرمپ اداره په یو اړخیز ډول له دې قرارداد څخه ووت، او تهران ځکه اوس له واشنګټن څخه د دې ضمانت غواړي چې د امریکا راتلونکی حکومت بیا دغه کار تکرار نه کړي.

خو د سیاسي چارو څېړونکي وايي دا به د امریکا د هر برحال حکومت لپاره ګرانه وي چې تهران ته د راتلونکي حکومت په هکله ضمانت ورکړي.

د منځني ختیځ د انستیتیوت څېړونکی الیکس وټانکا وویل: " زه فکر کوم څه چې ایراني لوری باید ځان ورباندې پوه کړي دادی چې که دوی واقعاً غواړي چې راتلونکی قرارداد پایښت پیدا کړي او د امریکا د هر جمهور رئیس له خوا ورڅخه وتل سخت شي، نو دا دایران په ګټه ده چې له امریکا سره سیاسي ډیالوګ پراخ کړي چې د اعتماد فضا رامنځته شي."

د سپیني ماڼۍ د ملي امنیت د شورا همغږی کوونکی جان کربي دا وخت متحده ایالات او ایران یوې هوکړې ته له رسېدو څخه ډیر لرې بولي خو ټینګار کوي چې امریکا اوس هم ددغه تړون بیا ژوندي کولو او عملي کېدو ته ژمنه ده.

ښاغلي کربي امریکا غږ ته وویل: "زمونږ باور دادی چې د پخوانۍ ادارې له خوا ورڅخه تر وتلو مخکې، دغه تړون کار ورکاوه. ایران اوس د اتومي ظرفیت د ودې په برخه کې ډیر پرمختګ کړی چې دغه کار په ۲۰۱۵ کال کې کله چې تړون موجود و، نه و شوی."

د امریکا په کانګرس کې جمهوري غوښتونکي استازي، د بایډن د ادارې د هغو هڅو مخالفت کوي چې د دغه تړون د بیا احیا کېدو په هکله یې کوي. د استازو جرګې غړي ټیم برچټ امریکا غږ ته وویل ایران د دغه قرارداد د احیا کېدو په برخه کې صادق نه دی.

هغه زیاته کړه:‌ "دوی یو شمیر نامعقولې او غیر واقعي غوښتنې مطرح کوي. دوی د ۲۰۱۵ کال د قرار داد بشپړې اقتصادي ګټې غواړي او هم په ایران کې د ملګرو ملتونو له خوا د هغو اټومي موادو د څېړنو ختمول غواړي چې اعلان شوي نه دي."

د کانګرس د بهرنیو اړیکو د خدمتونو د کمیټې جګپوړی جمهوري غوښتونکی غړی مایکل مکال وايي، دی اندېښنه لري چې ایران به د بندیزونو د لرې کېدو په صورت کې د تروریستي ډلو مالي ملاتړ زیات کړي.

ښاغلي مکال له امریکا غږ سره په مرکه زیاته کړه: "که بندیزونه لرې شي، نو ایران ته به د میلیاردونو ډالرو د ورتلو مخه خلاصه شي او پخوانۍ تجربې به بیا تکرار شي، چې هغه په سوریې او عراق کې د تروریستي فعالیتونو تمویلول او له حزب الله، حماس، او په یمن کې له حوثي یاغیانو سره مالي مرسته ده."

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیرې کترین کولونا له ایران څخه وغوښتل د اټومي قرار داد د بیا احیا کېدو لپاره ورته وړاندې شوې وړاندېز ومني او خبرداری یې ورکړ چې له دې به بل غوره وړاندیز ورنکړل شي.

XS
SM
MD
LG