د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د دفاع وزارت غواړي په زرګونو عسکر منځني ختیځ ته ولیږي


د امریکا د دفاع وزارت د عسکرو د لیږلو په اصلي علت تبصره نده کړې.
د امریکا د دفاع وزارت د عسکرو د لیږلو په اصلي علت تبصره نده کړې.

د امریکا د دفاع وزارت د پنجشنیې په ورځ (می۲۳) سپینی ماڼۍ ته خپل هغه پلان وړاندې کوي چې منځني ختیځ ته د لسو زرو ځواکونو د استولو په اړه ترتیب شوی دی.

امریکایي چارواکي وایي دغی سیمې ته د ځواکونو د استولو هدف دادی چې د ایران له اړخه د گواښونو مخه ونیول شي.

ځنی چارواکي چې د نوم نه ښودلو په شرط يي خبرې کړي، وایي د عسکرو وړاندیز د امریکا د مرکزي قوماندانۍ لخوا شوی دی.

امریکا په تیرو څو اونیو کې ډیرې پوځي کشتۍ ګانې منځني ختیځ ته لیږلي دي.
امریکا په تیرو څو اونیو کې ډیرې پوځي کشتۍ ګانې منځني ختیځ ته لیږلي دي.

چارواکي وایي تر اوسه پورې ددې حساسې مسلې پر جزییاتو نهایي پریکړه نده شوې او دا هم لا نده څرگنده چې سپینه ماڼۍ به ددې ټولو عسکرو استول منظوروي او که یوازی د غوښتل شویو عسکرو یوه برخه به ولیږي.

د دفاع وزارت (پنتګان) ویاند د تبصرې کولو ډډه کړې خو دومره يي وویل چې په نظامي پلانونو د پخوا په شان هیڅ کله تبصره نه کوي.

چارواکي دا هم وایي چې دا اقدام يي د ایران له خوا د وروستیو تهدیدونو ځواب ندی بلکه په سیمه کې د امنیتي تدابیرو د لا پیاوړتیا په هدف شوې.

XS
SM
MD
LG