د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: که ایران جنگ غواړي نو دا به یې رسمي ختمیده وي


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یو ټویټ کې ایران ته خبرداری ورکړیدی چې که ایران جنگ غواړي نو په رسمي توگه به ختم شي.

ولسمشر ټرمپ په داسې وخت کې ایران ته سخت خبرداری ورکړیدی چې د دواړو ملکونو اړیکې سختې خرابې دي.

ولسمشر ټرمپ په ټویټ کې ولیکل: "که ایران غواړي چې جنگ وکړي نو دا به په رسمي توگه ایران ختم کړي. امریکا ته بیا خبرداری ور نکړئ."

ولسمشر ټرمپ دغه ټیوټ د هغې نه وروسته کړیدی چې په بغداد کې د امریکا سفارت ته نژدی یو توغندی وار شو او امریکا شک لري د دغه بریدونو شاته د ایران لاس دی.

د ټرمپ حکومت په ایران اقتصادي بندیزونه سخت کړیدي او په سیمې کې یې د امریکایي ځواکونو شمیر هم زیات کړیدی.

XS
SM
MD
LG