د ایران په رژیم باندې د نړیوالو مشرانو د انتقادونو په ترڅ کې د ناټو مشر مارک روټه ویلي دي، چې د ایران حکومت ته د خپلو خلکو ګټې مهمې نه دي.
مارک روټه په خپلو تازه څرګندونو کې د ایران د رژیم په مقاماتو کلک انتقادونه کړي دي. هغه ویلي دي چې په ایران باندې د اقتصادي فشارونو بیه فقط د ایران خلک پرې کوي.
هغه د فاکس نیوز سره په خپلې مرکې کې وویل ایراني مقاماتو ته د خپل ولس ګټې ارزښت نه لري.
هغه وویل: «ستونزه دا ده چې د ایران مشرتابه هېڅ د هغو خلکو ګټو ته، چې په دغه لوی ملت کې ژوند کوي، پام نه کوي... اوس هم د ایران خلک هره ورځ دا اقتصادي فشارونه حس کوي چې د ایران د اقتصاد ساه بندوي.»
د ناټو مشر همدغه راز په ایران باندې د متحدو ایالتونو بریدونو ته په کتو وویل، چې دغو بریدونو د ایران اتومي پروګرام او مشرتابه کمزوري کړي دي.
نوموړي وویل چې په دغو بریدونو کې د ایران هغه توان، چې یوازې د اسرائیل لپاره نه بلکې د هغه په خبره د ټولې اروپا لپاره ګواښ ګڼل کېده، کمزوری شوی.
په همدې حال کې، د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د ملګرو ملتونو په عمومي غونډې کې په خپلې وینا کې د ایران په رژیم باندې د بریدونو ننګه کړې.
نتنیاهو ویلي دي چې د ایران رژیم د خپلو خلکو څخه ډېر ډارېږي او د ایران خلک د دغه رژیم څخه پکو شوي دي.
هغه وویل «د ایران اتومي تاسیساتو ړنګول سخت وو، ډېر سخت و، خو د صدراعظم په توګه دا زما لپاره یوه تر ټولو اسانه پرېکړه وه. ځکه، که موږ دا کار نه وای کړی، اوس به ټول مړه وای.»
د اسرائیل صدراعظم په خپلو خبرو کې د متحدو ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه هم مننه وکړه چې په دې اړه یې زړور اقدام کړی دی.
فورم \ دبحث خونه