د لاس رسي وړ اتصالات

ایران تیره میاشت له ۶۰ زرو څخه زیات افغان کډوال له دغه هیواد څخه شړلي


د ایران د خراسان رضوي سرحدي ولایت چارواکي وايي، چې یوازې له دغه ولایت څخه یې په تیره یو میاشت کې لس زره بې اسنادو افغان کډوال بیرته خپل هیواد ته ستانه کړي دي.

د ایران د خراسان رضوي په ولایت کې د سرحدي ساتونکو ځواکونو قوماندان سردار مجید شجاع د جمعې په ورځ ډسمبر۲۹ (مرغومی اتمه) خبریالانو ته ویلي چې پدې هیواد کې یې د بهرنیو هیوادونو هغه وګړي چې د اوسیدانې قانوني اسناد نلري، د پیژندلو وروسته له دغه هیواد څخه ایستلي دي.

هغه ویلي چې په تیره یوه میاشت کې ۶۰ زره او ۳۸۰ غیرقانوني افغان کډوال د خراسان رضوي د ولایت له سرحد څخه افغانستان ته استول شوي دي.

دغه ایراني چارواکي ټینګار کړی چې بهرني وګړي باید ایران ته د قانوني لارو سفر وکړي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د ډسمبر په ۲۹(مرغومی اتمه) ویلي و چې په وروستیو میاشتو کې یې ۴۰۰ زره افغان کډوال له دغه هیواد څخه ایستلي دي، خو هغه ویلي و چې ددغه شړل شویوافغان کډوالو یو شمیر یې بیرته ایران ته ورغلي دي.

د ایران د کورنیو چارو د وزارت د شمیرنو له مخې اوس مهال په ایران کې پنځه میلیونه افغان کډوال ژوند کوي، خو د مهاجرت نړیوال سازمان (ای او ام) په دغه هیواد کې د میشتو افغان کډوالو شمیر ۴.۵ میلیونه ښودلی دی.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي چې د طالبانو د حکومت د ستنیدونکو کډوالو د عالي کمیسیون مشر هم دی تیره اونۍ کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې په وروستیو میاشتو کې له پاکستان او ایران څخه ۸۰۰ زره افغانان ایستل شوي او افغانستان ته شړل شوي دي.

ښاغلي حنفي ددغو هیوادونو څخه د افغانانو ایستل د کډوالۍ د نړیوالو معیارونو په خلاف وبلل.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت ویلي چې د دروان ۱۴۰۲ لمریز کال د تیرې لیندۍ په میاشت کې له ایران څخه ۲۸ زرو پورې د افغان کډوالو ستنیدل ثبت شوي دي.

ددغه وزارت شمیرنې ښيي چې د مرغومې د روانې میاشتې په لومړۍ اونۍ کې ۳۷۰۰ افغان کډوال له ایران څخه خپل وطن ته ستانه شوي دي.

د ایران څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د ایستلو دا لړۍ په داسې حال کې چټکه شوې چې پاکستان لا هم له دغه هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د ایستلو بهیر ته دوام ورکړی دی.

ملګرو ملتونو اټکل کړی چې په را روان ۲۰۲۴ کې به ۱.۴۶ میلیونه افغان کډوال له ګاونډیو هیوادونو څخه خپل هیواد ته ستانه شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا د اټکل له مخې په نوي میلادي کال کې به ۹۸۷ زره افغان کډوال له ایران څخه خپل وطن ته ستانه شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) په افغانستان کې د اقلیم بدلون د اغیزو، په ټولنه کې د ښځو د برابرۍ او د مشارکت په برخو کې د محدودیتونو او د پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د ستنیدلو بهیر ته په کتنې ویلي چې افغانستان به په ۲۰۲۴ کال کې هم بشري مرستو په برخه کې په لوړه کچه مرستو ته اړتیا ولري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG