د لاس رسي وړ اتصالات

لندن کې د ایران انټرنشنل سټدیوګانې تړل شوي؛ دلیل یې د ایران له خوا ګواښ بلل شوی


د ایران انټرنشنل خپلواکې شبکې د شنبې په ورځ فبروري ۱۸ (سلواغې ۲۹) وویل د بریټانیا د پولیسو په لارښونه اړ شوي چې په لندن کې خپلې ستدیوګانې وتړي.

دا پریکړه وروسته له هغه شوې چې د ایران د دولت له ملاتړ څخه د برخمنو تهدیداتو د زیاتوالي ګواښ ډیر شو.

د یادې شبکې عمومي مشر محمود عنایت وویل، باور نه کوي وضعیت داسی حال ته رارسیدلی وي. نوموړي زیاته کړه چې په واشنګټن کې د یادې شبکې څخه د هغوی ۲۴ ساعته خپرونې دوام لري.

ښاغلي عنایت څرګنده کړه، یو بهرني ملک د بریټانیا په خاوره کې د انګلستان خلکو ته دومره ستر تهدید متوجه کړی چې دوی یې تللو ته مجبور کړي.

نوموړي وویل: «راځۍ روښانه ووایو چې دا یوازې زموږ ټلویزیوني ستیشن نه بلکې په لویه کې د بریټانیا خلکو ته ګواښ دی. تر دې زیات دا د حاکمیت پر ارزښتونو، امنیت او بیان آزادي برید دی چې بریټانیا یې تل معزز بولي.»

په ایران انټرنشتل شبکې کې یوې سرچینې وویل دا پریکړه د جمعې ناوخته وروسته له هغه وشوه چې یو اتریشی - ایراني کس د لندن په لودیځ کې د هغوی سټدیوګانو ته نږدې ونیول شو.

پولیسو وویل ۳۰ کلن موګامد حسین دوتایف د دوشنبې په ورځ «د داسې معلوماتو په راټولو چې ښایي د یو کس لپاره د ترهګریز عمل د کولو او یا هم چمتو کیدو لپاره ګټور وي» تورن شو.

د بریټانیا پولیسو په نومبر میاشت کې د یادې شبکې د سټدیوګانو بهر کانکریټي موانع کیښودي، په هغه شکل چې د موټر په واسطه د هر ډول ترهګریز برید د مخنیوي لپاره د حکومتي ودانۍ او توریستی محلاتو شاوخوا ایښودل شوي دي.

پولیسو نن شنبه وویل، د یو کس د نیول کیدو سره سره، اوس هم د یادې کمپنۍ د کارکوونکو د خوندیتوب په اړه جدي اندیښنې لري.

XS
SM
MD
LG