د لاس رسي وړ اتصالات

د پوځي تمریناتو پرمهال د ایران ۱۹ سمندري ځواکونه وژل شوي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

ایراني چارواکو تائید کړه چې د دغه هیواد یوې پوځي کښتۍ په بندر عباس کې سهواً د «کنارک» په نوم یوه بله ایرانۍ پوځي کښتي په راکټ ویشتلې ده.

ایراني چارواکي وايي، په دغه پېښه کې د ایران ۱۹ سمندري ځواکونه وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.

ایراني رسنیو نن دوشنبه مې۱۱(غويي۲۲)د ایران د سمندري ځواکونو د مطبوعاتي دفتر د اعلامیې په اساس ویلي چې دغه پېښه پرون یکشنبه مازدیګر په «چابهار او جاسک» اوبو کې د ایراني سمندري ځواکونو د پوځي تمریناتو پرمهال رامنځته شوې ده.

رویټرز خبري اژانس بیا ویلي چې دا پیښه د عمان په خلیج کې د اوبو په یوه حساسه لار کې چې د هرمز تنګی سره نښلوي رامنځته شوې ده.

یاد خبري اژانس وايي، له دې لارې د نړۍ شاوخوا پنځمه برخه تیل تیریږي او ایران په منظم ډول په یاده سیمه کې پوځي تمرینونه ترسره کوي.

د دغه هیواد چارواکو ویلي چې تر پېښې وروسته مرستندویه سمندري ځواکونه سیمې ته رسېدلي او پېښې قربانیان یې له کښتۍ څخه ایستلي او روغتیايي مرکزونو ته یې انتقال کړي دي.

دغه هیواد د ټپي شوو ایراني سمندري ځواکونو روغتیايي حالت د ډاډ وړ بللی دی.

ایراني چارواکو ویلي چې په دې اړه څېړنې کوي.

XS
SM
MD
LG