د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران عالي محکمې د اعتراضونو په تړاو درې تنه نور په اعدام محکوم کړل 


په ایران کې اعدام
په ایران کې اعدام

د ایران قضائیه قوی په هغه هېواد کې د وروستیو مظاهرو او د دریو امنیتي مامورینو د وژلو په تړاو درې نور کسان په اعدام محکوم کړل.

د ایران د قضايي قوې خبري اژانس «میزان» د راپور له مخې صالح میرهاشمي بلطاقي، مجید کاظمي شیخ شباني او سعید یعقوبي کوردسفلي، درې واړه د «محاربې» په تور په اعدام محکوم شول.

ددې اژانس د راپور له مخې، د ایران د فوټبال لوبغاړی امیر نصر ازداني د څو تورونو له امله په بند محکوم شوی دی. اژانس ویلي چې د دغو کسانو پر ضد صادرې شوې پرېکړې ابتدايي دي او محکومین کولای شي د استیناف غوښتنه وکړي.

د ایران حکومت تر اوسه د مهسا امیني د مړینې پر ضد د مظاهرو په تړاو څلور کسان اعدام کړي، چې په وروستۍ قضیه کې یې محمد مهدي کرمي او محمد حسیني د شنبې په ورځ اعدام شول.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د مهدي کرمي او حسیني اعدام "نمایشي" بللی او په سختو ټکو یې غندلی دی.

پدې ترڅ کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک ویلي، جرمني د دوشنبې په ورځ په برلین کې د ایران سفیر احضار کړ او د تهران له خوا د مظاهرو په خونړۍ ځپنې او د مظاهره چیانو په وروستیو اعدامونو باندې یې اعتراض وکړ.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې خبریالانو ته وویل چې د ایران سفیر احضار شوی و چې "په څرګنده توګه روښانه شي چې د خپل ولس وحشیانه ځپنه، ظلم او ترور او همدارنګه وروستي دوه اعدامونه به بې پایلې پاتې نشي".

همداشان د ناروې د بهرنیو چارو وزارت هم د دوشنبې په ورځ په اوسلو کې د ایران سفیر د مظاهره چیانو د اعدامولو په اړه د اعتراض په توګه احضار کړی و.

تر دې مخکې ۲۳ کلن مظاهره کوونکی مجید رضا رهنورد د دسمبر په ۱۲مه (لیندۍ ۲۱مه) د امنیتي ځواکونو د دوو غړو د وژلو په تور په مشهد ښار کې په عام محضر کې اعدام شو.

تر هغه څلور ورځې وړاندې د ډسمبر په اتمه (لیندۍ ۱۷ مه) محسن شکاري چې هغه هم ۲۳ کلن و، د مظاهرو پر مهال د سړک د بندولو او د یو نیمه پوځي د ټپي کېدو په تور اعدام شو.

د بشري حقونو د دفاع نړېوالو سازمانونو او لوېدیځو هېوادونو په ایران کې پر وروستیو اعدامونو انتقاد کړی او د قضايي پروسې د روڼتیا، د محاکمې د لنډ بهیر، مدافع وکیل ته د تورنو کسانو د نه لاسرسي او له هغوی څخه په زور اقرار اخیستلو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د بشري حقونو مدافعینو او فعالانو ویلي دي چې په لسګونو نور مظاهره کوونکي د اعدام له سزا سره مخامخ دي.

د ایران د بشري حقونو د فعالانو خبري اژانس (هرانا) اعلان کړی چې په ایران کې د ټول هېواد په کچه د مظاهرو له پیل راهیسې تر اوسه څه باندې ۵۱۶ کسان وژل شوي چې ۷۰ تنو یې له ۱۸ کلونو کم عمرونه درلودل. د ایران حکومت په دغه هېواد کې د وروستیو مظاهرو په تړاو څه دپاسه ۱۹۲۰۰ کسان نیولي دي.

XS
SM
MD
LG