د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کې بمي چاودنو د ۲۰ شاوخوا خلګ وژلي


عراقي ماموران وايي په بغداد کې یو لړ بمي چاودنې شوي چې په کې لږترلږه شل تنه وژل شوي او په لسگونو تنه نور ټپیان شوي دي.

ماموران وايي چې دغه چاودنې د یکشنبی په ورځ د شعیه ګانو په سیموکې وشوې. د دغو حملو مسؤلیت سمدستي چا په غاړه ندی اخیستی.

دغه چاودنې یوه ورځ وروسته له هغې وشوې چې ځانمرګه بم چونکي دعراق په شمال کې د استخباراتو د چارو یو لوړ رتبه صاحب منصب او دهغه دوه ساتونکي ووژل. مامورانو وویل چې برید جنرال علي عونی له خپل کور نه د راوتلو سره سم د ځانمرګي له خوا ووژل شو. ویل کیږي چې پدې وروستیو اونیوو کې په عراق کې حملې زیاتې شوي دي.
XS
SM
MD
LG