په عراق کې چارواکي وایي د پوځ دوه جنرالان یې د بډې اخیستو او د ګمرکي مالیاتو د نه اخیستلو په تور نیولي دي.
عراقي چارواکي وايي ددغو جنرالانو په دې کار سره هرکال عراق ته ۶.۳ میلیارډ ډالر زیان رسېده.
دغو جنرالانو په«ام قصر» کې چې د خوراکي موادو او درملو د انتقال مشهور بندر دی، دندې لرلې.
دا بندر په عراق کې له فساده ډک بندر بلل کیږي. د نیول شویو جنرالانو هویت افشا شوی نه دی.
چارواکي وايي له دغو جنرالانو څخه یې چې کومې پېسې ترلاسه کړي دي، کمې دي، خو فساد هلته زیات کېده.
د عراق حکومت نن شنبه جون ۱۲ (غبرګولي ۲۲) اعلان وکړ چې د یو جنرال له دفتر څخه یې ۱۰۰۰ ډالر او د بل جنرال له کثفافت دانۍ څخه یې ۲۱۰۰ ډالر ترلاسه کړي دي.
چارواکي وايي دغو جنرالانو د رشوت په بدل کې خوراکي او نور مواد له کمرکي محصولاتو پرته پرېښودل.
د فرانسې خبري اژانس وایي د عراقي سیاستوالو او وسله والو ډلو په سرحدي سیمو کې خپل کسان ګمارلي دي چې غیر قانوني عواید ترلاسه کړي.
چارواکي وايي د «ام قصر» په بندر کې ډېر مامورین د ایران پلوو وسله والو ډلو پورې تړلي دي.