د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق سیاسي کړکیچ؛ په لسو اونیو کې درېیم صدراعظم


مصطفی الکاظمي د عراق جمهور رئیس له خوا د نوي صدراعظم په توګه ونومول شو
مصطفی الکاظمي د عراق جمهور رئیس له خوا د نوي صدراعظم په توګه ونومول شو

د عراق د استخباراتو د ادارې رئیس مصطفی الکاظمي د هغه هیواد د نوي صدراعظم په توګه ونومول شو.

د عراق جمهور رئیس د پنجشنبې په ورځ اپریل نهمه (وري ۲۱) د هیواد د استخباراتو د ادارې مشر مصطفی الکاظمي د نوي صدراعظم په توګه ونوماوه. دا په تیرو لسو اونیو کې دریم شخص دی چې دې مقام ته نومول کیږي ترڅو د هغه حکومت ځای ونیسي چې تیر کال د مرګونو اعتراضونو په نتیجه کې وپرزید.

عراق د څو لسیزو راهیسې بندیزونو، جګړو او سیاسي فساد ځپلی دی او اوس د اقتصادي کړکیچ، ټولنیزې ناارامۍ او د کروناویروس د پراخیدو د ستونزو سره پداسې حال کې مخامخ دی چې یو سرپرست حکومت یې مشري کوي.

عادل المهدي چې د تیر کال په نومبر کې یې د حکومت ضد اعتراضونو په نتیجه کې استعفی وکړه لا هم د موقت صدراعظم په توګه چارې پرمخ بیایي.

محمد علوي چې د ښاغلي مهدي له ګوښه کیدو وروسته د جمهور رئیس له خوا د هغه د ځای ناستي په توګه معرفي شو د څلور اونیو هڅو وروسته یې ونشو کړای چې د حکومت د جوړولو لپاره پوره ملاتړ تر لاسه کړي او استعفی یې وکړه.

مصطفی الکاظمي چې یوه ناپیلې او خپلواکه سیاسي څیره ګڼل کیږي، یوه میاشت وخت لري چې د مختلفو سیاسي ګوندونو ملاتړ ترلاسه کړي او خپله کابینه د عراق پارلمان ته وړاندې کړي.

الکاظمي د عراق د پخواني دیکتاتور صدام حسین، د واکمنۍ پر وخت په ایران او بریتانیا کې په تبعید کې ژوند کاوه او د یو خبریال په توګه یې تل د صدام پر ضد لیکنې کولې. هغه د امریکا په مشرۍ پر عراق باندې له یرغل وروسته په ۲۰۰۳ کال کې هیواد ته ستون شو او په ۲۰۱۶ کال کې د عراق د استخباراتو د رئیس په توګه وټاکل شو.

ښاغلي کاظمي په یو ټویټري پیغام کې لیکلي: "په نه ستړې کیدونکې توګه به کار وکړم تر څو عراقیانو ته خپل پروګرام او کابینه معرفي کړم چې د هغوی خدمتګاره او د حقونو ساتونکې اوسي او عراق د یوې سوکاله راتلونکې په لور روان کړي".

په عراق کې د واک فرقه یي ویش د واقعي سیاسي اصلاحاتو پر وړاندې خنډ دی کوم چې د عراق اعتراض کوونکي یې غوښتنه کوي. د عراق اعتراض کوونکي هم شیعه، سني او کردي سیاستوال پدې تورنوي چې د خيل واک د ساتلو پرته د عراق د ملي ګټو او خلکو په فکر کې ندي.

په عراق کې اوسنی په ټپه دریدلی سیاسي حالت هیواد پداسې وخت کې له کړکیچ سره مخامخ کړی چې پدې هیواد کې د کروناویروس په بیړه په پراخیدو دی او د عراق کمزوری روغتیایي سیستم یې تر فشار لاندې راوړی.

په عراق کې اوس شاوخوا ۱۲۰۰ تنه په دې ویروس اخته شوي او ۶۹ تنه مړه شوي دي.

له بلې خوا د تیلو د بیې خورا راټیټیدلو چې د عراق د عاید عمده منبع ده د هغه هیواد اقتصاد د سخت فشار سره مخامخ کړی دی.

XS
SM
MD
LG