د لاس رسي وړ اتصالات

عراق د امریکایي عسکرو د وتلو وروسته په سوریې کې رول پراخوي


د عراق صدراعظم ویلي دي چې پوځ به یې د امریکایي ځواکونو د وتلو وروسته د سوریې د حکومت سره د داعش په ضد نوره همکاري هم وکړي.

د عراق صدراعظم ویلي چې د دغه ملک لوړپوړي پوځي چارواکي د سوریې د ولسمشر بشار اسد سره ملاقات کړیدی او اشاره یې ورکړیده چې د سوریې نه د امریکایي عسکرو د بیرته وتلو وروسته به عراق په خپل گاونډي ملک کې مهم رول ولري او د اسلامي دولت د ډلې خلاف په جنگ کې به ورسره مرسته وکړي.

د عراق صدراعظم عبدل مهدي د ولسمشر ټرمپ د سوریې نه د عسکرو د ایستلو د اعلان نه وروسته خبریالانو ته وویل دا مسله ډیره پیچلې ده. که چیرته په سوریې کې کوم منفي کار وشو نو دا به په مونږ هم اثر کوي. مونږ د سوریې سره ٦٠٠ کیلومیتره اوږد سرحد لرو او په دغه ملک کې داعش موجود دی.

ښاغلي مهدي وویل چې د عراق پوځي چارواکي د بشار اسد سره هم په دغه مسله خبرې کړیدي. هغه وویل چې نه غواړي په گاونډي ملک کې یې داعش بیا قوي شي.

هغه زیاته کړه چې عراق غواړي د سوریې سره د پخوا په پرتله لا زیات کار وکړي.

د یادونې وړ ده چې عراق په سوریې کې د اسلامي دولت د ډلې پناهځایونه په نښه کوي.

د ولسمشر ټرمپ د سوریې نه د عسکرو را ایستلو پریکړې په امریکا کې دننه او د باندې اندیښنې راپورته کړیدي چې د اسلامي دولت ډله به بیا په سوریې کې فعالیتونه زیات کړي. خو ولسمشر ټرمپ وایي چې امریکایي عسکرو داعش ضعیفه کړیدی.

XS
SM
MD
LG