د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق صدراعظم د ټرمپ سره د ملاقات نه انکار وکړ


د عراق سیاسي مشرانو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه ملک ته سفر غندلی دی او دغه یې د خپل هیواد په ملي حاکمیت تیرې بللی

د عراق صدراعظم عدیل عبدل مهدي د امریکا د ولسمشر ټرمپ سره د ملاقات نه انکار وکړ.​ د عراق د پارلمان غړي وایي چې ښاغلی مهدي د ټرمپ سره ملاقات لدی کبله لغوه کړی چې د ملاقات لپاره یې د ځاې په ټاکلو موافقه و نشوه.

ټرمپ د جارشنبې په ورځ یعني د دسمبر په ٢٦ نیټه په عراق کې د امریکایي ځواکونو لیدلو ته یو ناڅاپي سفر وکړ او هلته یې امریکایي عسکرو ته په وینا کې د سوریې نه د عسکرو د ایستلو د پریکړې دفاع وکړه.

د عراق د پارلمان یو غړي شاه السعدي د پارلمان د یوې بیړنۍ غونډې رابللو غوښتنه کړیده چې "د ولسمشر ټرمپ د عراق په ملي حاکمیت د تیري په اړه بحث وشي." هغه دا هم وویل چې "امریکا نور په عراق قبضه نه لري."

د عراق صدراعظم په یوې اعلامیې کې ویلي چې ولسمشر ټرمپ ورته د عراق د سفر په اړه خبر ورکړی و او دا چې د هغه سره د ملاقات په اړه هم خبرې شوې وې خو د ځاې په سر یې د اختلاف له کبله دغه ملاقات لغوه کړ.

XS
SM
MD
LG