د لاس رسي وړ اتصالات

کېري: عراقي سرتیري له داعش څخه رمادي بیرته نیسي


د رامادي د سقوط سره سره امریکایي او عراقي چارواکې مطمعن دي چې د اسلامي دولت پر ضد به جگړه وگټي.
د رامادي د سقوط سره سره امریکایي او عراقي چارواکې مطمعن دي چې د اسلامي دولت پر ضد به جگړه وگټي.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کېري نن د دوشنبې په ورځ ډاډ څرگند کړ چې د عراق حکومت پلوه ځواکونه به د انبار ولایت مرکزي ښار رمادي بیرته ونیسي.

د رمادي د سقوط او یا د لاسه ورکولو برسیره، امریکایي او عراقي چارواکې مطمعن دي چې د اسلامي دولت پرضد به جگړه وگټي.

د جنوبي کوریا په مرکز سیول کې په خبري کنفرانس کې ښاغلي کېري وویل چې اسلامي دولت په ظاهراً پرمختگ کړی، خو دی مطمین دی چې هغوی ته درانه تلفات هم اوښتي دي.

ښاغلي کېري وویل " ددې ترڅنگ د دوی مخابرات و ارتباطات زیانمن شوي دي، د دوی د مالي منابعو مکانیزمونه را کم شوي دي، او د دوی حرکت او تگ راتگ، په ځانگړې توگه په هغو سیمو کې چې هوایي گزمې کیږي، کم شوی دی. نو ددې ډول بریدونو امکان شته لکه دوی چې په رامادي کې وکړ، خو زه مطمعن یم چې په څو ورځو کې به دوی بیرته په شا وتمبول شي."

ځایي چارواکې وایي په رامادي کې په دری ورځنۍ جگړه کې ٥٠٠ کسان وژل شوي دي او ویل کیږي چې شا اوخوا اته زره کسان بې کوره شوي دي. رامادي د عراق د پلازمینې بغداد د لویدیځ په ١٢٥ کیلومترۍ کې موقعیت لري.

د عراق صدراعظم حیدرالعبادي په شیعه ملیشوو غږ کړی دی چې ځانونه رامادي ته ورسوي او ملیشه ځواکونه ددغه ښار په شاو او خوا کې راټول شوي دي.

په همدې ښار کې د تیرو اونۍ راهیسي امریکایي ځواکونه د اسلامي دولت پر وسله والو هوایي بریدونه کول.

د شیعه ملیشو د یوې ډلې ویاند، یوسف الکلابي وایي مطمعن دی چې دوی به د ښار په بیرته نیولو کې د عراق له اردو سره مرسته وکړي "که خدای کول، فتح به زموږ وي، او له فتحې پرته په هیڅ شي اکتفا نه کوو. موږ به د امنیتي ځواکونو د ملا تیر یو او د هیواد نه ماتیدونکې مورچل یو. موږ به د عراق د حکومت او پارلمان د مشروعیت دفاع کوو".

په همدې ترڅ کې د ایران د دفاع وزیر حسین دهقان هم د دوشنبې په ورځ بغداد ته رسیدلی او هدف یې د عراق له دفاع وزیر خالد العبیدي لیدنه او مشوره ده. خالد العبیدي پرون د متحده ایالاتو له پوځي جنرال لایډ اسټن سره هم د انبار ولایت په وضعیت خبرې اترې کړې وې.

بلخوا یوه نسبتاً کوچنۍ بریا په سوریه کې د اسلامي دولت د مخالفو وسله والو په برخه شوه او په یوه اوږده جگړه کې چې لسگونه کسان په کې مړه شول، د اسلامي دولت وسله وال یې د پیلمرا د تاریخي ښار څخه په شا وتمبول.

XS
SM
MD
LG