د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق صدر اعظم: خپل هېواد کې بهرنیو ځواکونو ته ضرورت لرو 


د عراق صدر اعظم محمد شیاع
د عراق صدر اعظم محمد شیاع

د عراق صدر اعظم محمد شیاع السوداني په خپل هېواد کې د امریکا د متحدو ایالتونو او نورو هېوادونو د ځواکونو د پاتې کېدو او موجودیت ننګه کړې ده.

صدراعظم محمد شیاع د اکتوبر په میاشت کې واک ترلاسه کړ. د فرانسې خبري اژانس وايي چې هغه له والسټریټ ژورنال سره په خپلې لومړۍ مرکې کې ویلي دي چې «فکر کوم موږ بهرنیو ځواکونو ته اړتیا» لرو.

هغه وویل چې د امریکا او ناټو ځواکونه د داعش خلاف جګړې لپاره عراقي ځواکونه روزي او تجهیز کوي‌ او «د داعش ختمول نور وخت ته ضرورت لري».

د هغه دا څرګندونې ځکه مهمې بلل کېږي‌ چې د هغه ملاتړې او د پارلمان کنترول کوونکې ډلې د امریکا په ضد او د ایران پلویو ډلو ایتلافیان دي.

عراق همدغه راز د تیلو او ګازو له پلوه په ایران تکیه دی.

د امریکا متحده ایالتونه دا مهال په عراق کې ۲۰۰۰ سرتېري لري چې د داعش په ضد جګړې کې عراقي ځواکونو ته روزونه ورکوي. ناټو هم په عراق کې سلګونه سرتېري لري چې په غیر جنګي ماموریت کې رول لري.

د عراق صدراعظم سوداني وویل چې بغداد له واشنګتن او تهران دواړو سره ښه روابط غواړي. هغه زیاته کړه: «موږ د همدې لپاره هڅه کوو. دا نا ممکنه مسئله نه ښکاري چې عراق دې له ایران او متحدو ایالتونو سره ښه رابطه ولري.‌»

د نوموړي لپاره یوه بله ستونزه اقتصاد دی چې له کبله یې په عراق کې د هغه شهرت ته زیان رسېدلی دی. هغه د نومبر په میاشت کې ایران ته تللی و او هلته یې په اقتصادي او امنیتي مسائیلو کې د قوي همکاریو ژمنې وکړې.

نوموړي په خپلې مرکې کې،‌ چې نن یکشنبه جنوري ۱۵ (مرغومې۲۵) خپره شوه،‌ دا خبره ښکاره کړې ده چې له امریکا سره ښه رابطه غواړي.

امریکا او ایران بیا په خپلو کې سره ښه روابط نلري. هغه وویل چې ژر به له ولسمشر جوبایډن سره د خبرو لپاره واشنګټن ته یو لوړ پوړی پلاوی واستوي.

XS
SM
MD
LG