د لاس رسي وړ اتصالات

په ۲۰۲۲ کې د عراق د تیلو عواید '۱۱۵ میلیارد ډالرو' ته لوړ شوي 


د تیلو تولید
د تیلو تولید

د عراق د تیلو وزارت د لومړنیو معلوماتو په اساس په ۲۰۲۲ کال کې د دغه هېواد د تیلو عواید له ۱۱۵ میلیارد ډالرو څخه هم پورته شوي وو - دا د کرونا ویروس د وبا له خپرېدو وروسته په تېرو څلورو کلونو کې د تیلو له پلوه د عراق تر ټولو لوړ عاید دي.

د تیلو تولید د بغداد ۹۰ سلنه عواید جوړوي او عراق د نفتو د صادروونکو هېوادونو سازمان (اوپیک) دویم لوی غړی دی. د عراق د تیلو وزیر حیان عبدالغني په یوې اعلامیې کې ویلي‌ دي: «په ۲۰۲۲ کال کې د خامو تیلو د تولید له کبله ټولټال عواید څه باندې ۱۱۵ میلیارد ډالر وو.»

د اعلامیې په اساس عراق تېر کال ۱.۲ میلیارد بیلر تیل صادر کړي چې د ورځې ۳.۳ میلیون بیلر تیل کېږي.

د فرانسې خبري‌ اژانس وايي چې د عراق د تیلو عواید داسې مهال لوړ شوي چې د ۲۰۲۲ د فبرورۍ په میاشت کې په اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته په نړیوالو بازارونو کې د تیلو قیمتونه لوړ شول او اوپیک د اکتوبر په میاشت کې د تیلو د قیمت د ثابت ساتلو لپاره د تیلو د تولید کمولو پرېکړه وکړه او د تیلو تولید یې د «ورځې دوه میلیون بیلر» راکم کړل.

عراق د کرونا ویروس د وبا خپرېدو په لومړیو کې د تیلو د قیمت د ټېټوالي له کبله له سخت حالت سره مخامخ شو. د رسمي شمېرو له مخې عراق په ۲۰۱۹ کال کې ۷۸.۵ میلیارد ډالر عواید لرل خو په ۲۰۲۰ کې بیا دا عواید ۴۲ میلیاردو ته را کم شول او په ۲۰۲۱ کې بیا ۷۵.۶ میلیاردو ته پورته شول.

عراق شاوخوا ۴۲ میلیون نفوس لري، د تیلو د ډېرو عوایدو سره سره بیا هم دا هېواد د انرژۍ او برېښنا له کمښت سره مخامخ دی. عراق له ایران څخه خپله یوه-درېیمه برخه برېښنا تولیدوي خو د برېښنا تولید وخت ناوخت له ستونزو سره مخامخ وي.

تېره میاشت نړیوال بانک خبرداری ورکړ،‌ چې عراق د وچکالۍ او اقلیم د بدلون له بدو اغیزو سره مخامخ دی او باید د ۲۰۴۰ کال پورې ۲۳۳ میلیارد ډالر پانګونه وکړي چې چاپیریال په پاکوالي او «زرغونې لارې» په هوارولو کې برخه واخلي. «زرغونه لار» یوه اصطلاح ده چې د چاپېریال د پاک ساتلو لپاره کارول کېږي چې په اقتصادي ودې کې رول لوبوي.

XS
SM
MD
LG