د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق کړکیچ او د ایران مظاهرو د اردون په سرمشریزې سیوری غوړولی


په اردن کې د عراق په اړه کنفرانس
په اردن کې د عراق په اړه کنفرانس

اردن د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۲۰ (لیندۍ ۲۹) د منځني ختیځ د مشرانو د غونډې کوربه و چې په کې سیمه ییزو او نړیوالو مشرانو پدې نیت برخه اخیستې چې سیمه ییزې ستونزې په ځانګړې توګه د عراق سیاسي کړکیچ ته حل لاره ومومي.

د «بغداد دوه» په نامه دغه غونډه کې چې د فرانسې په ګډون د اروپایي ټولنې چارواکو هم په کې برخه اخیستې، په بغداد کې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ د میاشتې د غونډې دوام دی چې د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون په نوښت جوړه شوی وه.

د فرانسې د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي، دا سرمشریزه چې د مړې بحیرې په څنډو کې په سویمه کې جوړه شوې وه، موخه یې د "عراق د ثبات، امنیت او سوکالۍ لپاره د ملاتړ چمتو کول" دي. اعلامیه زیاتوي چې هیله لري دا به "ټولې سیمې" ته ګټه ورسوي.

دا غونډه په داسې حال کې کېږي چې د سیمې یو شمېر هېوادونه په ناکراریو کې ښکیل دي.

سوریه د جیوپولیټیک ګټو د سیالۍ په خاطر لا هم د جګړې ډګر دی او لبنان په اقتصادي او سیاسي ستونزو کې بند پاتې دی.

همداشان د څه دپاسه دریو میاشتو راهیسې، ایران په خونړی ډول د هغو عامو مظاهرو څپې وځپلې، چې د سپټمبر د میاشتې په ۱۶ نیټه په توقیف کې د یوې ۲۲ کلنې ایرانۍ کردۍ میرمنې مهسا امینی د وژل کیدو له امله رامنځ ته شوې وې.

په دې غونډه کې د اروپايي ټولنې لوړپوړي دپلومات جوزپ بوریل هم ګډون درلود، چې د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټمي موافقې د بیا ژوندي کولو په هدف یې د خبرو منځګړیتوب کاوه.

بوریل د سه شنبې په ورځ د سرمشریزې د رسمي میلمستیا نه مخکې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره وکتل.

دغه اروپايي دپلومات په ټویټر کې لیکلي چې دا ناسته "د ایران او اروپايي اتحادیې د خرابیدونکو اړیکو په جریان کې اړینه وه" او دا چې دوی موافقه وکړه چې اړیکې جاري وساتي.

د «بغداد دوه» په غونډه کې اردن د عراق د نوي صدراعظم محمد شیعه السوداني، د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او د ترکیې او سعودي عربستان د استازو کوربه دی.

د نژدې ختیځ او خلیج د پوځي څیړنو د انسټیټیوټ رئیس ریاض کهوجي وايي: "دا سرمشریزه لوی ارمانونه لري، خو هیڅوک د معجزې تمه نه لري."

کهوجي وویل، د فرانسې د منځګړیتوب رول مهم دی، پاریس له ایران سره "د لویدیځوالو په استازیتوب د خبرو اترو لړۍ روانه ساتي، په ځانګړې توګه په داسې حال کې چې په ویانا کې اټومي خبرې اترې اوس په ټپه ولاړې دي".

په دوبۍ کې میشت دغه څیړونکي وویل چې دا اړینه ده چې "د تهران چلند - چې له عراق څخه تر سوریې پورې او د لبنان څخه تر یمن پورې د سیمې په کړکیچونو کې مرکزي رول لوبوي – وارزول شي."

دغه کنفرانس د عراق د نوي ټاکل شوي صدراعظم سوداني لپاره هم یوه ازموینه ده، چې د اکتوبر په وروستیو کې له څه باندې یو کال سیاسي کړکېچ وروسته د صدراعظم په توګه وټاکل شو.

تمه ده چې په دې غونډه کې به د نړۍ د تودوخې، د خوړو خوندیتوب، د اوبو د سرچینو او د انرژۍ په برخه کې د همکارۍ مسلو په اړه هم خبرې وشي.

د فرانسې د ولسمشرۍ ماڼۍ په وینا، ښاغلی مکرون به د اردن له پاچا عبدالله دویم سره هم وویني، چې د "ترهګرۍ پر ضد جګړه کې متحد" دی.

XS
SM
MD
LG