د لاس رسي وړ اتصالات

مالکي د خبرو لپاره کردستان ته تللی


د عراق لومړی وزیر نوري المالکي د یکشنبې په ورځ په ناڅاپي ډول ددغه هیواد د کرد، خودمختاره سیمې ته ولاړی چې هڅه وکړي ترڅو یو شمیر اوږدمهاله جنجالونو حل کړي چې ددغه هېواد ملي وحدت یې د خطر سره مخامخ کړی دی.

ښاغلی مالیکي د عراق د کورد خودمختار سیمې پایتخت ایربل ته پرواز وکړ او په هوايي ډګر کې یې د کردانو د مشر مسعود بارزاني له خوا تود هرکلی وسو. د ۲۰۱۰ کال راهیسي دا لومړی ځل دی چې ښاغلی مالیکي د کوردانو سیمې ته سفر کوي.

د عراق لومړي وزیر او کابینې یې وروسته د کردستان د لومړي وزیر نیچیروان بارزاني سره غونډه وکړه.

د کلونو راهیسې د مالیکي په مشرۍ د عراق د مرکزي حکومت او د عراق مربوط د کورد د سیمې د چارواکو ترمنځ اړیکې خرابې دي. د دواړو خواوو جنجال پر دې دی چې په کوردستان کې څوک د تیلو پر زیرمو کنټرول ولري. تمه نه کېږي چې د دواړو خواوو ترمنځ په خبرو کې دي کوم غټ پرمختګ رامنځ ته شي.

کردستان ته د عراق د لومړي وزیر سفر په داسي حال کې راحي چې د عراق په پلازمېنې بغداد کې د یوه ځانمرګه موټر بم د چاودنې په لړ کې ۷ کسه وژل شوي او لږ تر لږه ۱۸ کسه ټپیان شوي دي.

عراقي چارواکي وايي چې چاودنه د یکشنبې په ورځ د کادېمیې په شعیه میشتې سیمې کې شوې ده چې د بغداد په شمال کې موقعیت لري. چارواکي وايي چې برید کونکي د پولیسو پر یوې پوستې باندي برید کړی دی چې د یوه استخباراتي مرکز څنګ ته یې موقعیت درلودی. په پېښه کې وژل شوي کسان اکثره د پولیسو افسران دي.

په سیمه کې د شعیه مذهبو یو مشهور زیارت هم موقعیت لري.

تراوسه پوري چا د دې برید مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

په عراق کې په دې ورستیو اونیوو کې تشدد زیات شوی دی او داسي اندېښنې یې راپیدا کړي دي چې دغه هیواد بیرته د فرقه ایی جګړو پر لوري ولاړ نشي.
XS
SM
MD
LG