د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق د داعش ډله او د گاونډیو هیوادونو اندیښنې


د العربیه ټلویزوني شبکې د رپوټ له مخې وروسته له هغې چې د سعودي عربستان او عراق ترمنځ له گډې پولې څخه عراقي سرتیري ووتل، سعودي عربستان هلته خپل دیرش زره ځواکونه ولیږدول.

دا تلویزیوني شبکه وایي یوه ویډیو یې تر لاسه کړېده چې د عراق حکومت شا او خوا دوه زره پنځه سوه عسکر له دې سیمې نه ایستلي دي، خو د عراق د پوځ یو چارواکي دغه خبر بی بنسټه او درواغ بللی دی.

د عراق د اسلامي دولت او شام ډلې چې د داعش په نامه یادیږي څلور ورځې مخکې یې په عراق او سورېې کې تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې د اسلامي خلافت د جوړولو اعلان وکړ.

د ختیځ او خلیج هیوادنو د پوځي څیړنیز مرکز کارپوه تهیوډور کراسک وایي چې د سعودي عربستان د مشرانو اندیښنې په ځاي دي.

هغه په دې اړه زیاتوي " د عراق د اسلامي دولت او شام وسله والې ډلې اېي ایس اې ایل، لخوا ډیر خطر موجود دی. او هغوي غواړي چې د سعودي عربستان د خاورې په لور پر مخ ولاړ شي."

ویل کیږي چې د عراق د اسلامي دولت او شام د یاغي ډلې پلویان همدا اوس په سعودي عربستان کې شتون لري.

په دې هیواد کې د می په میاشت کې ٦٢ تنه د داعش د ډلې سره د اړیکو په تور ونیول شول او د ریاض د ښار په دیوالونو باندې د عراق د اسلامي دولت او سوریې یا د داعش د سخت دریځې ډلې په پلوۍ یو شمیر انځورونه لیدل شوي او خبري پاڼې هم دغې ډلې ته د ملاتړ د جلبولو په خاطر خپرې شوي دي.

په دې وروستیو کې د عراق د اسلامي دولت او سوریې سخت دریځې ډلې اعلان کړی دی چې دغه خلافت به د فارس خلیج پوري غځوي.

تهیوډور کراسک وایي " دا نه یواځي د سعودي عربستان لپاره د ویري خبره ده، بلکې د اردن او کویت ته هم خطر پیښوي . ځکه چې دعراق د اسلامي دولت او شام یاغي ډله د دی توان لري چې نوري سیمي ونیسي. هغوي کولای شي چې نور سني قبایل هم له ځان سره متحد کړي."

ښاغلی کرسک وایي، سعودي عربستان چې د عراق سره گډې پولې ته کوم عسکر لیگلي دي، داسي گوان کیږي چې هغوی پاکستانيان او مصریان دي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د سعودي عربستان د پاچا سره ته د چارشنبې په ورځ د عراق د وضیعت په اړه ټلفوني خبرې وکړې.

تیره اونۍ د سعودي عربستان پاچا د عراق د اسلامي دولت او شام یاغي ډلې ته په اشارې وویل چې هیواد یې ددې ډلې د گواښ په وړاندې هر ډول مقابلې ته تیار دی.

له دوبۍ څخه د امریکا غږ د خبریال والټر ولمین رپوټ

ژباړونکې نزرانه یوسف زی

XS
SM
MD
LG