د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کې د امریکایي ځواکونو په اډې برید شوی 


امریکا دا برید غندلی او د مرتکبینو د نیولو غوښتنه یې کړې ده
امریکا دا برید غندلی او د مرتکبینو د نیولو غوښتنه یې کړې ده

د عراق په اربیل کې د امریکايي ځواکونو په یوې هوايي اډې برید شوی دی او لږ تر لږه یو قراردادي وژل شوی او اته تنه نور ژوبل دي.

په عراق کې د امریکا په مشرۍ د ایتلاف ځواکونو ویاند وین ماروتو د سه شنبې په ورځ فبروري ۱۶ (سلواغه ۲۶) وویل چې ۱۴ راکټونه توغول شوي او درې یې په هغه مرکز لګېدلي دي چې امریکايي عسکر په کې دیره دي.

نوموړي وویل چې وژل شوی قراردادي امریکايي نه دی او په زخمیانو کې اته قراردادي او یو امریکایي عسکر شامل دي.

د «سرایا اولیاءالدم» په نوم یوه ډله چې ډېره نه پېژندل کیږي، ادعا کوي چې راکټونه هغو توغولي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په یوې اعلامیې کې ویلي دي: « دعراقي کردستان په سیمه کې راکټي بریدونو موږ په غوصه کړي یو. د وژل شوي قراردادي له کورنۍ او له هغو معصومو عراقيانو او د هغوی له کورنیو سره خواخوږي څرګندوو چې د خشونت له دغه وحشيانه اعمالو څخه کړیږي. ما د کردستان د سیمه ییز حکومت له صدراعظم مسرور برزاني سره د دغې پېښې په اړه خبرې وکړې او ډاډ مې ورکړ چې په پلټنو کې د ټولو هڅو ننګه کوو چې له مرتکبینو سره حساب او کتاب وشي.»

برزاني په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې ښاغلي بلینکن سره یې «د دغه وحشي برید» په اړه خبرې کړي او دواړه خواوې به «په تحقیقاتو کې نژدې همکاري» کوي.

تېرکال د بغداد په شمال کې د ایتلاف په مرکز په یو راکټي برید کې دوه امریکايي او یو برتانوي عسکر وژل شوي وو.

د ایران له ملاتړه د برخمنو ملېشه ډلو او د امریکا د متحدو ایالتونو د عراقي او کردي ایتلافیانو ترمنځ ستونزې زیاتې شوي ‌دي.

د عراق ولسمشر برهم صالح په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې دا « د خطر تشدید او تروریستي برید» دی.

په عراق کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازې جنین هنیس-پلاسخارت په خپل ټویټر کې لیکلي دي: «دا ناوړه او بې پروا بریدونه ثبات ته لوی ګواښونه پېښوي. عراقیان باید د داخلي تربکنیو څخه وژغورل شي. موږ یې د بندېدو غوښتنه کوو او د بغداد-اربیل څخه غواړو چې محاکمې ته د مرتکبینو په کشولو کې نژدې همکاري وکړي.»

د «سریا اولیاء الدم» ډلې ویلي چې امریکایان یې ځکه په نښه کړي چې عراق یې «اشغال» کړی دی.

XS
SM
MD
LG