د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کې د شنبې ورځ هم د تشدد شاهده وه


په عراق کي د شنبې ورځ یوه بله د تشدد د پېښو نه ډکه ورځ وه چي ١١ کسه وژل شوي او ١٠ تنه پولیسان تښتول شوي دي. دا په داسي حال کي چي په هغه هیواد کي د اکثریت شیعه گانو چي حکومت کوي او اقلیت سنیانو تر منځ دښمني او یو پر بل باندي حملې ډیري زیاتي شوي دي.

وسله والو کسانو د بغداد په اطرافو کي په ( رشید ) نومي ځای کي د تروریزم ضد یوه پولیس په کورباندي چاپه وروړه. هغه، د هغه میرمن او دوه ماشومان یې ووژل. او په همدې رشید کي د امنیتي چارو یو بل صاحب منصب هم په یوه بله حمله کي وژل شوی دی.

پولیسو وویل چي وسله والو کسانو بندري ښار ( بصرې) ته نژدې یو سني ملا خپل کور ته نژدې وواژه، او د ( لطیفیې) په ښارگوټي کي د یوه موټر بم چاودنه وشوه او یو کس یې وواژه. مشکوکو سني مسلمانانو د سوریې سره سرحد ته نژدې په ( رمادي ) کي لږترلږه ١٠ پولیسان تښتولي دي.

د عراق سنیان وایي چي د صدراعظم نوري المالکي شیعه حکومت د هغه وخت را پدې خوا چي لس کاله مخکي یې قدرت ترلاسه کړی، ددوي په غوښتنو او ضرورتونو باندي سترگي پټي کړي او دوي یې ددې د پاره په نښه کړي دي چي ویې نیسي او بنديان یې کړي.
XS
SM
MD
LG